په پاکستان کې د بلوڅ یووالي کمېټې مشرې ډاکټر ماهرنګ بلوڅ ته د عمري بند سزا ورکولو پرېکړې نړیوال غبرګونونه راپارولي دي.
د اقلیمي بدلون نړیوالې فعالې ګریټا تونبرګ هم د دې پرېکړې په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي یې دي چې دا ډول اقدامات د بشري حقونو او عدالت په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.
نوموړې وایي، ماهرنګ بلوڅ په پاکستان کې د خپلو خلکو د جبري ورک کېدنې، وژنې او عدالت غوښتنې لپاره په سوله ییز ډول غږ پورته کاوه.
په ورته وخت راپورونه ښیي چې د ماهرنګ بلوڅ د عمري بند قضیې د پاکستان د عدلي نظام، حساب ورکونې او د بشري حقونو د وضعیت په اړه د نړیوالو بحثونو تمرکز زیات کړی دی.
نړیوالو څارونکو ویلي چې دا پرېکړه کولی شي د پاکستان دننه او بهر سیاسي او بشري غبرګونونه نور هم پراخ کړي.

