جمعه, جون 26, 2026
Home Blog Page 59

کمسیون عالی رسیدگی به مشکلات مهاجرین :نزدیک به ۶۰۰ خانواده افغان در یک روز به کشور بازگشتند

کمیسیون عالی رسیدگی به مشکلات مهاجرین حکومت طالبان اعلام کرده است که روز گذشته ۵۹۲ خانواده افغان شامل سه‌هزار و ۹ نفر به کشور عودت کرده‌اند.

براساس گزارش این کمیسیون، از میان عودت‌کنندگان، ۷۰۲ خانواده به‌گونه مصئون به ولایت‌های اصلی‌شان انتقال داده شده‌اند.

همچنین به ۷۱۰ خانواده کمک نقدی توزیع شده و ۵۹۰ سیم‌کارت نیز در اختیار آنان قرار گرفته است.

کمیسیون عالی رسیدگی به مشکلات مهاجرین افزوده است که برای عودت‌کنندگان خدمات صحی، مواد غذایی و برنامه‌های آگاهی‌دهی نیز فراهم شده است.

افغان کرېکټ بورډ:د افغانستان غوره لیګ به د ۲۰۲۶ کال د ډسمبر په ۲۷مه پیل شي

د افغانستان کرېکټ بورډ اعلان کړی چې د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ (APL) لومړۍ سیالۍ به د ۲۰۲۶ کال د ډسمبر په ۲۷مه په متحده عربي اماراتو کې پیل شي.

په دې لیګ کې به پنځه لوبډلې د کابل، کندهار، بلخ، پکتیا او ننګرهار ولایتونو په نومونو سیالي وکړي.

کرېکټ بورډ د لوبډلو د مالکیت لپاره نړیوالو پانګه‌والو او سوداګریزو شرکتونو ته بلنه ورکړې او ویلي یې دي چې د غوښتنلیکونو سپارلو بهیر به د جون تر ۳۰مې دوام وکړي.

د بورډ چارواکي باور لري چې دا لیګ به یوازې د کرېکټ سیالۍ نه وي، بلکې د افغان کرېکټ د اقتصادي ودې، پانګونې راجلبولو او د ځوانو استعدادونو د راڅرګندولو لپاره یو مهم فرصت هم وي.

د کرېکټ بورډ رئیس میرویس اشرف ویلي، موخه یې دا ده چې یو دوامداره او په نړیواله کچه پېژندل شوی لیګ رامنځته کړي چې هم افغان لوبغاړو ته فرصتونه برابر کړي او هم نړیواله پانګونه هېواد ته راجلب کړي.

د يادونې وړ ده چې متحده عربي امارات د دې سیالیو کوربه توب کوي.

شهباز شریف:د ډیورند کرښې په اوږدو کې اغزن تار د پاکستان د خوندیتوب لپاره ضروري دی

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف له افغانستان سره د ډیورند کرښې پر اوږدو د اغزن تار لګولو او د امنیتي تاسیساتو د پیاوړتیا دفاع کړې او ویلي یې دي چې دا اقدامات د هېواد د امنیت او د وګړو د ژوند د خوندیتوب لپاره اړین دي.

هغه د پاکستان ملي اسمبلۍ ته په وینا کې ویلي، چې د پولې د امنیت لپاره د میلیاردونو ډالرو لګښتونه د یوې پراخې امنیتي ستراتیژۍ برخه ده او هدف یې د احتمالي ګواښونو مخنیوی دی.

شهباز شریف زیاته کړې چې حکومت د هېواد د امنیت د تضمین مسؤلیت لري، او له همدې امله د ډیورند کرښې په اوږدو کې د اغزن تار، څارنیزو کامرو او نورو امنیتي زیربناوو جوړول ضروري ګڼي.

د هغه په وینا، دا اقدامات د اوږدمهالې امنیتي تګلارې برخه دي چې هدف یې د سرحدي کنټرول پیاوړتیا او د ناامنیو کمول دي.

ایران:له امریکا سره د هوکړې د لاسلیک لپاره رسمي سفر نه دی پلان شوی

سره له دې چې په وروستیو ورځو کې د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي هوکړې د نهایي کېدو اوازې زیاتې شوې دي، تهران وایي لا هم د تړون د لاسلیک لپاره کوم رسمي سفر نه دی پلان شوی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، په راتلونکو یوه یا دوو ورځو کې نه ژنیو ته او نه هم اسلام‌آباد ته د ایراني مذاکره کوونکي پلاوي د سفر کومه برنامه شته.

نوموړي زیاته کړې چې د تفاهم‌لیک د لاسلیک احتمال په راتلونکو ورځو کې لوړ دی.

بقایي ټینګار کړی چې د هوکړې د لاسلیک د دقیق وخت په اړه باید لا هم انتظار وشي.

بل لور ته، د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف ویلي چې د ايران او امريکا د سولې تړون د لاسلیک لپاره چمتو دی او ښايي ډېر ژر وروستی شي.

امریکایي چارواکی:له ایران سره د هرمز تنګي د پرانېستو پر سر هوکړه رامنځته کېږي

د امریکا د حکومت یوه لوړپوړي چارواکي د فاکس نیوز شبکې ته ویلي چې واشنګټن باور لري له ایران سره د یوه احتمالي هوکړې چوکاټ د جوړېدو په حال کې دی.

د نوموړي په وینا، د دې هوکړې له مخې به ایران د هرمز تنګي د هر ډول عوارضو له اخیستو پرته بېرته پرانیزي، او په بدل کې به امریکا د ایران پر بندرونو لګېدلی محاصره ختمه کړي.

دغه امریکایي چارواکي ویلي:«موږ فکر کوو چې هوکړې ته رسېدلي یو. دا یوه غوره او ډېره پیاوړې هوکړه ده.»

د هغه په خبره، د هرمز ستراتیژیکه اوبو لاره به پرته له فیس یا عوارضو بېرته د نړیوال تګ راتګ لپاره پرانستل شي، چې دا د امریکا له مهمو غوښتنو څخه وه.

چارواکي زیاته کړې چې د ایران د سویلي بندرونو محاصره به هممهاله د هرمز تنګي له پرانېستل کېدو سره پای ته ورسېږي، او ورپسې پړاو کې به په دې اوبو لار کې د ماینونو د پاکولو عملیات ترسره شي.

بروز اختلاف نظر ها میان ایران و آمریکا در مورد زمان امضای توافق نامه

گزارش‌ها از بروز اختلاف‌نظر در مورد زمان امضای تفاهم‌نامه میان ایران و آمریکا حکایت دارد.

دونالد ترامپ، رئیس‌جمهور ایالات متحده، اعلام کرده است که این تفاهم‌نامه قرار است روز یکشنبه امضا شود و پس از آن تنگه هرمز «فوراً» باز خواهد شد. در همین حال، مقام‌های پاکستانی نیز پیش‌تر گفته بودند که این توافق تا فردا نهایی و سپس امضا خواهد شد.

اما اسماعیل بقایی، سخنگوی وزارت امور خارجه ایران، این اظهارات را رد کرده و تأکید کرده است که امضای چنین توافقی در روز یکشنبه صحت ندارد.

با این حال، ایران تاکنون به تازه‌ترین اظهارات ترامپ واکنش رسمی نشان نداده است.

فارس خبري اژانس:د ټرمپ له خوا سبا ورځ له ایران سره د تفاهم‌لیک د لاسلیک کولو ټینګار عجیب او نمایشي فشار‌ دی

د ایران د سپاه پاسداران اړوند فارس خبري اژانس د شنبې په ماښام راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د یکشنبې په ورځ له ایران سره د تفاهم‌لیک د لاسلیک پر غوښتنې ټینګار عجیب او نمایشي فشار‌ دی.

فارس لیکلي چې د یکشنبې ورځې د احتمالي لاسلیک برخلیک به یوازې د تفاهم‌لیک د محتوا تخنیکي ارزونه نه وي، بلکې د ایراني چارواکو د صداقت او د بهرنیو فشارونو پر وړاندې د هغوی د درېځ یوه ازموینه هم ګڼل کېږي.

د راپور له مخې، دغه رسنۍ باور لري چې د ایران مسؤلین به د هر ډول پرېکړې پر مهال د هېواد ملي ګټې او خپلواک دریځ په پام کې ونیسي او د بهرنیو فشارونو تر اغېز لاندې به پرېکړه ونه کړي.

امضای قرار داد به ارزش ۸۰۰ هزار دالر با بنیاد صحی آغا خان از سوی وزارت صحت عامه

وزارت صحت عامه حکومت طالبان قرارداد نزدیک به ۸۰۰ هزار دالری را برای گسترش خدمات صحی در بغلان و بدخشان امضا کرد.

وزارت صحت عامه اعلام کرده است که به‌منظور تقویت و گسترش خدمات صحی در ولایت‌های بغلان و بدخشان، قراردادی به ارزش ۷۹۸ هزار و ۶۹۶ دالر امریکایی را با مؤسسه خدمات صحی آغاخان در افغانستان (AKHSA) به امضا رسانده است.

بر اساس معلومات این وزارت، این قرارداد برای مدت یک سال منعقد شده و در چارچوب آن، باشنده‌گان دو ولایت یادشده از طریق ۴۲ آشیانه صحی خانواده (FHH) به خدمات اساسی صحی دسترسی خواهند داشت.

وزارت صحت عامه افزوده است که با تطبیق این پروژه، برای ۱۵۱ تن نیز در بخش صحت زمینه کار فراهم خواهد شد.

خبرټرمپ:له ایران سره تړون به سبا لاسلیک شي؛ د هرمز تنګی به سمدستي د نړیوالو بېړیو پر مخ پرانیستل شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره د سولې او تفاهم یو مهم تړون ټاکل شوې د سبا د یکشنبې په ورځ لاسلیک شي او له لاسلیک وروسته به د هرمز تنګی سمدستي د ټولو نړیوالو بېړیو او سوداګریزو تګ راتګونو پر مخ پرانیستل شي.

ټرمپ په خپلو څرګندونو کې ویلي چې دغه توافق د څو میاشتو مذاکراتو او سیمه‌ییزو منځګړیتوبونو پایله ده او موخه یې په سیمه کې د تاوتریخوالي کمول، د انرژۍ نړیوال بازارونه باثباته کول او د امریکا او ایران ترمنځ د رسمي خبرو اترو لپاره زمینه برابرول دي.

د راپورونو له مخې، په لومړي پړاو کې به د هرمز تنګي د پرانیستې او د اوربند د دوام په اړه تفاهم عملي شي، او وروسته به د ایران د اټومي پروګرام، بندیزونو او نورو لانجمنو موضوعاتو په اړه جلا مذاکرات ترسره شي.

هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه شمېرل کېږي او د نړۍ د نفتو د لېږد لویه برخه له همدې لارې ترسره کېږي.
ایراني چارواکو د تړون د دقیق وخت په اړه محتاط دریځ خپل کړی او ویلي یې دي چې لا هم ځینې تخنیکي او سیاسي جزئیات پاتې دي، نو د لاسلیک نېټه ښايي بدلون ومومي.

که دا تړون په ټاکلي وخت لاسلیک شي، نو تمه کېږي چې د منځني ختیځ د روان بحران په کمېدو، د سمندري سوداګرۍ په عادي کېدو او د نړیوالو تېلو په بازارونو کې د ثبات په راوستلو کې مهم رول ولوبوي.

هند؛د افغانستان پر وړاندې لومړۍ یو ورځنۍ لوبه وګټله

د افغانستان او هند ترمنځ د یو ورځنۍ لوبلړۍ لومړۍ لوبه کې سیالې هندۍ لوبډلې د اوو وېکټو په توپیر بریا خپله کړه.

دغه لوبه چې په درمشالا کې د دوامداره ورښت له امله ۲۵ اوورونو ته راکمه شوې وه، افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په زیان ۱۹۵ منډې هدف جوړ کړ.

د افغانستان په ګټه یوازې رحمن الله ګربز د پام وړ ۱۰۲ ډېرې منډې جوړې کړې.

په ځواب کې یې په دویمه پاڼۍ کې د هند ملي لوبډلې د درې لوبغاړو په زیان ورکړل شوی هدف د ۲۳ اوور په وروستیو کې پوره کړ.

د افغانستان لپاره راشد خان او ضیا شریفي یو- یو وېکټ ترلاسه کړه.

د لوبلړۍ دویمه لوبه د جون په ۱۷مه ترسره کیږي.