سره له دې چې په وروستیو ورځو کې د ایران او امریکا ترمنځ د احتمالي هوکړې د نهایي کېدو اوازې زیاتې شوې دي، تهران وایي لا هم د تړون د لاسلیک لپاره کوم رسمي سفر نه دی پلان شوی.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، په راتلونکو یوه یا دوو ورځو کې نه ژنیو ته او نه هم اسلامآباد ته د ایراني مذاکره کوونکي پلاوي د سفر کومه برنامه شته.
نوموړي زیاته کړې چې د تفاهملیک د لاسلیک احتمال په راتلونکو ورځو کې لوړ دی.
بقایي ټینګار کړی چې د هوکړې د لاسلیک د دقیق وخت په اړه باید لا هم انتظار وشي.
بل لور ته، د پاکستان لومړي وزير شهباز شریف ویلي چې د ايران او امريکا د سولې تړون د لاسلیک لپاره چمتو دی او ښايي ډېر ژر وروستی شي.

