د افغانستان او هند ترمنځ د یو ورځنۍ لوبلړۍ لومړۍ لوبه کې سیالې هندۍ لوبډلې د اوو وېکټو په توپیر بریا خپله کړه.
دغه لوبه چې په درمشالا کې د دوامداره ورښت له امله ۲۵ اوورونو ته راکمه شوې وه، افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په زیان ۱۹۵ منډې هدف جوړ کړ.
د افغانستان په ګټه یوازې رحمن الله ګربز د پام وړ ۱۰۲ ډېرې منډې جوړې کړې.
په ځواب کې یې په دویمه پاڼۍ کې د هند ملي لوبډلې د درې لوبغاړو په زیان ورکړل شوی هدف د ۲۳ اوور په وروستیو کې پوره کړ.
د افغانستان لپاره راشد خان او ضیا شریفي یو- یو وېکټ ترلاسه کړه.
د لوبلړۍ دویمه لوبه د جون په ۱۷مه ترسره کیږي.

