شنبه, جون 13, 2026
Homeکورپاڼهخبرټرمپ:له ایران سره تړون به سبا لاسلیک شي؛ د هرمز تنګی به...

خبرټرمپ:له ایران سره تړون به سبا لاسلیک شي؛ د هرمز تنګی به سمدستي د نړیوالو بېړیو پر مخ پرانیستل شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره د سولې او تفاهم یو مهم تړون ټاکل شوې د سبا د یکشنبې په ورځ لاسلیک شي او له لاسلیک وروسته به د هرمز تنګی سمدستي د ټولو نړیوالو بېړیو او سوداګریزو تګ راتګونو پر مخ پرانیستل شي.

ټرمپ په خپلو څرګندونو کې ویلي چې دغه توافق د څو میاشتو مذاکراتو او سیمه‌ییزو منځګړیتوبونو پایله ده او موخه یې په سیمه کې د تاوتریخوالي کمول، د انرژۍ نړیوال بازارونه باثباته کول او د امریکا او ایران ترمنځ د رسمي خبرو اترو لپاره زمینه برابرول دي.

د راپورونو له مخې، په لومړي پړاو کې به د هرمز تنګي د پرانیستې او د اوربند د دوام په اړه تفاهم عملي شي، او وروسته به د ایران د اټومي پروګرام، بندیزونو او نورو لانجمنو موضوعاتو په اړه جلا مذاکرات ترسره شي.

هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو څخه شمېرل کېږي او د نړۍ د نفتو د لېږد لویه برخه له همدې لارې ترسره کېږي.
ایراني چارواکو د تړون د دقیق وخت په اړه محتاط دریځ خپل کړی او ویلي یې دي چې لا هم ځینې تخنیکي او سیاسي جزئیات پاتې دي، نو د لاسلیک نېټه ښايي بدلون ومومي.

که دا تړون په ټاکلي وخت لاسلیک شي، نو تمه کېږي چې د منځني ختیځ د روان بحران په کمېدو، د سمندري سوداګرۍ په عادي کېدو او د نړیوالو تېلو په بازارونو کې د ثبات په راوستلو کې مهم رول ولوبوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here