د ایران د سپاه پاسداران اړوند فارس خبري اژانس د شنبې په ماښام راپور ورکړی چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د یکشنبې په ورځ له ایران سره د تفاهملیک د لاسلیک پر غوښتنې ټینګار عجیب او نمایشي فشار دی.
فارس لیکلي چې د یکشنبې ورځې د احتمالي لاسلیک برخلیک به یوازې د تفاهملیک د محتوا تخنیکي ارزونه نه وي، بلکې د ایراني چارواکو د صداقت او د بهرنیو فشارونو پر وړاندې د هغوی د درېځ یوه ازموینه هم ګڼل کېږي.
د راپور له مخې، دغه رسنۍ باور لري چې د ایران مسؤلین به د هر ډول پرېکړې پر مهال د هېواد ملي ګټې او خپلواک دریځ په پام کې ونیسي او د بهرنیو فشارونو تر اغېز لاندې به پرېکړه ونه کړي.

