یکشنبه, جون 14, 2026
Homeکورپاڼهامریکایي چارواکی:له ایران سره د هرمز تنګي د پرانېستو پر سر هوکړه...

امریکایي چارواکی:له ایران سره د هرمز تنګي د پرانېستو پر سر هوکړه رامنځته کېږي

د امریکا د حکومت یوه لوړپوړي چارواکي د فاکس نیوز شبکې ته ویلي چې واشنګټن باور لري له ایران سره د یوه احتمالي هوکړې چوکاټ د جوړېدو په حال کې دی.

د نوموړي په وینا، د دې هوکړې له مخې به ایران د هرمز تنګي د هر ډول عوارضو له اخیستو پرته بېرته پرانیزي، او په بدل کې به امریکا د ایران پر بندرونو لګېدلی محاصره ختمه کړي.

دغه امریکایي چارواکي ویلي:«موږ فکر کوو چې هوکړې ته رسېدلي یو. دا یوه غوره او ډېره پیاوړې هوکړه ده.»

د هغه په خبره، د هرمز ستراتیژیکه اوبو لاره به پرته له فیس یا عوارضو بېرته د نړیوال تګ راتګ لپاره پرانستل شي، چې دا د امریکا له مهمو غوښتنو څخه وه.

چارواکي زیاته کړې چې د ایران د سویلي بندرونو محاصره به هممهاله د هرمز تنګي له پرانېستل کېدو سره پای ته ورسېږي، او ورپسې پړاو کې به په دې اوبو لار کې د ماینونو د پاکولو عملیات ترسره شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here