جمعه, جولای 3, 2026
Home Blog Page 46

راپورونه:د بریټانیا لومړي وزیر د واک پرېښودو ته چمتووالی نېولی

راپورونه وایي چې د بریټانیا لومړی وزیر ښايي د راتلونکې دوشنبې په ورځ له خپلې دندې استعفا وکړي.

د راپور له مخې، نوموړي له خپلو کابینې غړو، سلاکارانو، سوداګریزو مشرانو او د کارګر ګوند له ملاتړو سره تر سلا مشورو وروسته دې پایلې ته رسېدلی چې په اوسنیو شرایطو کې د واک دوام ورته اسانه نه ښکاري.

ویل کېږي چې هغه پوهېدلی په ګوند کې د واک د ساتلو لپاره کافي ملاتړ نه لري، خو غواړي د مشرتابه د لېږد بهیر په منظم ډول ترسره شي او له ناڅاپي سیاسي بې‌ثباتۍ څخه مخنیوی وشي.

راپور همداراز زیاتوي چې پر نوموړي سیاسي فشارونه وروسته له هغې زیات شول چې د هغه سیال په یوې منځ‌مهاله ټاکنه کې پارلماني څوکۍ وګټله او د کارګر ګوند دننه یې خپل نفوذ نور هم پیاوړی کړ.

سي‌بي‌اېس:د سویس د سولې خبرو اترو په اجنډا کې د لبنان کړکېچ ته ځانګړې بېړنۍ ناسته ورزیاته شوه

امریکایي خبري شبکې سي‌بي‌اېس په يو راپور کې ويلي، په سویس کې د روانو مذاکراتو یوه ګډونوال ډیپلومات ویلي چې د اسرائیل او د لبنان د حزب‌الله ډلې ترمنځ د شخړې د ارزونې او حل لپاره یوه بېړنۍ ناسته د سولې خبرو اترو د لومړۍ ورځې پروګرام ته ورزیاته شوې ده.

دغه ډیپلومات ویلي چې تمه ده دا موضوع د امریکایي او ایراني پلاوو ترمنځ د لومړۍ رسمي غونډې پر مهال هم مطرح شي او د دواړو لورو د بحثونو له مهمو موضوعاتو څخه وي.

د راپور له مخې، د لبنان د وضعیت، د اوربند د ټینګښت او د سرحدي تاوتریخوالي د کمولو په اړه اندېښنې د خبرو اترو د ګډونوالو د پام وړ موضوعات ګرځېدلې دي.

پاکستاني مشران؛د ایران او امریکا د تفاهم‌نامې د پلي کېدو په اړه د خبرو لپاره سویس ته ولاړل

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه هېواد لومړی وزیر شهباز شريف او د پوځ مشر عاصم منير د ایران او امریکا ترمنځ د تفاهم‌نامې د پلي کېدو په تړاو د مذاکراتو د ګډون لپاره د سویس بورګن‌اشتوک سیمې ته تللي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې پاکستان به د دواړو هېوادونو ترمنځ د شوې تفاهم‌نامې د عملي کېدو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې تمه ده لومړی وزیر د مذاکراتو تر څنګ له ګډونوالو پلاوو سره هم دوه‌اړخیزې لیدنې او خبرې اترې ترسره کړي.

کابل کې؛د طالبانو حکومت د یو شمېر خصوصي رسنیو امنیتي تدابیر سخت کړې دي

سرچینې وایي، په پلازمېنه کې د طالبانو حکومت د داعش بریدونو د ګواښ له امله د یو شمېر خصوصي ټلوېزیونونو امنیتي تدابیر سخت کړې دي.

د سرچینو په وینا، پر شمشاد او طلوع نیوز ټلوېزیونونو د داعش د بریدونو د مخنیوي او ګواښ له منځه وړلو لپاره ځانګړي امنیتي کسان ګومارل شوې دي.

له شمشاد ټلوېزیون یو شمېر سرچینو هم د نوم نه ښودلو په شرط حماسه مېډیا ته تایید کړې چې د څو ورځو لپاره د یاد ټلوېزیون لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو، خو له تیرې یوې ورځې راهیسې امنیتي مسولین بیرته خپلو کمپونو ته تللي او د ټلوېزیون ودانۍ سره ولاړې رینجرې او پوځي موټرونه بېرته غوښتل شوې دي.

د یادو سرچینو په وینا، امنیتي ګواښ لا هم موجود دی، همکاران په وېره کې کار ته راځي او ټول د خوندیتوب او امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي.

تراوسه د طالبانو له حکومت سرچینو او طلوع نیوز او شمشاد ټلوېزیونونو مسوولینو په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په هېواد کې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له نورو بېلابېلو امنیتي ننګونو، د خوندیتوب ستونزو او ګڼو محدودیتونو سره هم مخ دي.

آمریکا ادعای ایران درباره بستن تنگه هرمز را رد کرد

ارتش ایالات متحده آمریکا ادعای سپاه پاسداران مبنی بر بسته شدن تنگه هرمز را رد کرده و تأکید کرده است که این آبراه راهبردی همچنان برای عبور و مرور کشتی‌ها باز است.

تیم هاوکینز، سخنگوی فرماندهی مرکزی آمریکا (سنتکام)، روز شنبه در گفت‌وگو با خبرگزاری رویترز اظهار داشت که ایران کنترل تنگه هرمز را در اختیار ندارد و تردد دریایی در این مسیر بدون وقفه ادامه دارد.

وی گفت: «ایران تنگه هرمز را کنترل نمی‌کند ترافیک دریایی همچنان در جریان است و نیروهای آمریکایی به‌طور مداوم اوضاع را زیر نظر دارند تا از ادامه این وضعیت اطمینان حاصل شود.»

این اظهارات در حالی مطرح می‌شود که ساعاتی پیش قرارگاه خاتم‌الانبیا اعلام کرده بود تنگه هرمز را بسته است.

همچنین نیروی دریایی سپاه پاسداران از شناورها خواسته بود از نزدیک شدن به این آبراه خودداری کنند.

تنگه هرمز یکی از مهم‌ترین گذرگاه‌های انرژی جهان به شمار می‌رود و بخش قابل توجهی از صادرات نفت و گاز جهان از طریق این مسیر انجام می‌شود.

په سویس کې؛سبا ورځ د ایران او امریکا ترمنځ تخنیکي خبرې پیلېږي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د اسلام‌اباد د تفاهم‌لیک د لاسلیک کېدو په تعقیب به د ۲۰۲۶ کال د جون په ۲۱مه نېټه د سويس د بورګن‌اشتوک په سیمه کې د ایران او امریکا ترمنځ د تخنیکي کچې خبرې اترې ترسره شي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، په دغو خبرو کې به د امریکا او ایران استازي ګډون وکړي، او پاکستان او قطر به د منځګړو په توګه خپل رول ولوبوي.

پاکستان ویلي چې د منځګړي په توګه به خپلو هڅو ته دوام ورکړي، څو د اسلام‌اباد د تفاهم‌لیک له مخې ترلاسه شوي تفاهمات لا نور هم عملي او پرمخ یووړل شي.

دغه خبرې په داسې وخت کې ترسره کېږي چې د سیمې وضعیت د نړیوالو پام ځانته اړولی او د ایران او امریکا ترمنځ د اړیکو راتلونکی د دغو مذاکراتو له پایلو سره تړلی بلل کېږي.

هند؛د افغانستان پر وړاندې یو ورځنۍ لوبلړې درې پر صفر خپله کړه

د هند او افغانستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ یو ورځنۍ لوبلړۍ د کوربه لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېده.

هندۍ لوبډلې نن په درېیمه لوبه کې هم افغانستان ته د نهه وېکټو په توپیر په ماتې ورکولو سره لوبلړۍ درې پر صفر په خپله ګټه پای ته ورسوله.

دا د هند او افغانستان لومړنۍ نړیواله دوه اړخیزه یو ورځنۍ لوبلړۍ وه چې د هند په کوربتوب ترسره شوه او افغان لوبډله په کې وایټ واش شوه.

د دواړو هېوادونو ترمنځ را روانې لوبې په شل اووریزه بڼه د لوبلړۍ په چوکاټ د روان زېږدیز کال په سېپټمبر میاشت کې ترسره کیږي.

سراج‌الدين حقاني او قزاقستاني وزیر؛د امنیت، سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا خبرې کړې

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني په کابل کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د اقتصاد وزیر سیریک ژومان ګارین سره وکتل، چې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته راغلی.

دواړو لوریو په دې لیدنه کې د امنیتي وضعیت، د نشه‌یي توکو پر ضد د ګډې مبارزې، ټرانزیټ، ټکنالوژۍ، سیمه‌ییزو همکاریو او د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې.

په غونډه کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخولو او د پانګونې د فرصتونو د زیاتولو پر اهمیت هم ټینګار شوی.

دواړو خواوو هیله څرګنده کړه چې د ګډو همکاریو له لارې به اقتصادي اړیکې لا پیاوړې شي او د سوداګرۍ او پانګونې لپاره به مناسب شرایط رامنځته شي.

جی ډي ‌وینس؛په راتلونکو څو ورځو کې د ایران د خبرو لپاره سویس ته ځي

د امریکا مرستیال ولسمشر جی ‌ډي‌ وینس ویلي، په راتلونکو څو ورځو کې سویس ته ځي او هلته د ایران له استازو سره په مذاکراتو کې ګډون کوي.

دا مهال د امریکا او ایران ترمنځ د سویس په بورګن‌سټاک سیمه کې خبرې دوام لري.

جی ډي ‌وینس هم داسې مهال سویس ته د خپل سفر اعلان کړی چې پرون ناوخته یې مذاکراتو کې د ګډون لپاره یاد هېواد ته سفر لغوه اعلان کړ.

د شپږیزې لیګ؛یوولسم پړاو سیالۍ د جولای په لومړۍ نېټه په خوست کې پیلیږي

د افغانستان کرکټ بورډ د شپږیزې لیګ یوولسم پړاو سیالیو وخت، ځای، لوبډلې او مهالوېش اعلان کړ.

د ټاکلي مهالوېش له مخې به د شپږیزې لیګ سیالۍ د جولای له لومړۍ نېټې تر ۱۴مې نېټې پورې د خوست ولایت په کوربتوب دوام ولري او په لړ کې به یې ټولې ۲۱ لوبې ترسره شي.

یو ځل بیا هم پنځه لوبډلې «د راشد خان په لوبډلمشرۍ سپین غر زمریان، د رحمن الله ګربز په لوبډلمشرۍ مس عینک اتلان، د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ بندامیر ښاماران، د ابراهیم ځدراڼ په لوبډلمشرۍ بست ساتونکي او د عظمت الله عمرزي په لوبډلمشرۍ به آمو نهنګان لوبډلې» په دې سیالیو کې ګډون ولري.

لومړۍ لوبه د دفاعي اتلې آمو نهنګانو او بندامیر ښاماراتو په لوبه پیلیږي او د ټورنمنټ په پای کې به دوه مخکښې لوبډلې د جون په ۱۴مه پایلوبه ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې دا لومړی ځل د شپږیزې لیګ سیالۍ له کابل بهر او په خوست ولایت کې ترسره کیږي.