په هسپانیا کې د روان کال د جون میاشتې بېساري ګرمۍ درنه انساني مرګژوبله اړولې، چې د لومړنیو شمېرو له مخې د سختې تودوخې له امله تر زرو ډېر کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د هسپانیا د هواپېژندنې ادارې ویلي، د ۲۰۲۶ کال جون له ۱۹۶۱ کال راهیسې دوهمه تر ټولو ګرمه جون میاشت وه.
د ادارې په وینا، د میاشتې منځنۍ تودوخه ۲۳.۲ درجې سانتيګراد ثبت شوې، چې د تېرو درېیو لسیزو له اوسط څخه ۳.۲ درجې لوړه ده.
بلخوا، د هسپانیا د روغتیا وزارت د مړینې د څارنې سیستم اټکل کړی چې یوازې په جون میاشت کې د ګرمۍ له امله شاوخوا ۱۰۲۸ کسان مړه شوي، چې له دې ډلې تر ۶۰۰ زیات کسان د ګرمۍ د سختې څپې په یوې اوونۍ کې مړه شوي دي.
د روغتیا نړیوال سازمان هم ویلي، د اروپا په بېلابېلو هېوادونو کې د تودوخې له امله د مړو شمېر له دوو زرو اوښتی او تر ټولو ډېرې مړینې په هسپانیا کې ثبت شوې دي.
د اقلیم متخصصان خبرداری ورکوي چې د اقلیمي بدلون او د شنو خونو ګازونو د زیات اخراج له امله د ګرمۍ څپې هر کال ژر پیلېږي، لا شدیدې کېږي او د پخوا په پرتله اوږده موده دوام کوي.
دوی زیاتوي چې د هسپانیا د تاریخ تر ټولو تودې دوې جون میاشتې د وروستیو دوو کلونو دي.

