جمعه, جولای 3, 2026
Homeکورپاڼهد ۲۰۲۶ کال د پیاوړو پاسپورټونو نوملړ؛د لسو غوره پاسپورتونو له ډلې...

د ۲۰۲۶ کال د پیاوړو پاسپورټونو نوملړ؛د لسو غوره پاسپورتونو له ډلې ۹ د اروپايي هېوادونو دي

د پاسپورټ نړیوال شاخص (GPI) د ۲۰۲۶ کال په تازه راپور کې سویډن د نړۍ د تر ټولو پیاوړي پاسپورټ لرونکي هېواد په توګه لومړی مقام خپل کړی، په داسې حال کې چې د لسو غوره پاسپورټونو له ډلې نهه یې د اروپايي هېوادونو پاسپورتونه دي.

د راپور له مخې، سنګاپور یوازینی غیر اروپايي هېواد دی چې د نړۍ د لسو غوره پاسپورټونو په نوملړ کې ځای لري.

دا درجه‌بندي یوازې د بې‌ویزې سفر پر بنسټ نه ده شوې، بلکې د ژوند کیفیت، اقتصادي فرصتونه، د پانګونې چاپېریال، امنیت، روغتیايي خدمتونه، نوښت او ټولنیزې اسانتیاوې هم پکې ارزول شوې دي.

د راپور چمتوکوونکي وايي، د اروپا برلاسي د دې سیمې د پراخو سفري اسانتیاوو، لوړ ژوند، اقتصادي ثبات او د پانګونې د مناسبو فرصتونو پایله ده.

د ۲۰۲۶ کال د نړۍ لس پیاوړي پاسپورټونه سویډن، سویس، فنلنډ، جرمني، هالنډ، ډنمارک، ایرلنډ، بریتانیا، ناروې او سنګاپور دي.

راپور همداراز ښيي چې د برېګزیټ له اغېزو وروسته د بریتانیا نړیواله درجه ټیټه شوې، او امریکا هم د وروستیو کلونو په پرتله خپل پخوانی مخکښ ځای له لاسه ورکړی، که څه هم سږ کال یې د تېر کال په پرتله یو څه ښه والی موندلی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here