د بلوچستان د ازادۍ غوښتونکي پوځ (BLA) ادعا کړې چې د بلوچستان د ګوادر ولسوالۍ د جیواني په سیمه کې یې د پاکستان د ساحلي ګارد پر یوه کمپ د موټر بم مرګونی برید کړی دی.
د BLA د خپرې شوې ویډیو او ادعا له مخې، په برید کې تر دې مهاله شاوخوا ۳۰ پاکستاني پوځیان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.
دغه ډلې زیاته کړې چې د مرګ ژوبلې شمېر ښايي له ۵۰ تنو هم واوړي.
پاکستاني چارواکو تر اوسه د برید او ادعا شوې مرګ ژوبلې په تړاو څه نه دي ویلي.

