شنبه, جون 20, 2026
Homeافغانستانکابل کې؛د طالبانو حکومت د یو شمېر خصوصي رسنیو امنیتي تدابیر سخت...

کابل کې؛د طالبانو حکومت د یو شمېر خصوصي رسنیو امنیتي تدابیر سخت کړې دي

سرچینې وایي، په پلازمېنه کې د طالبانو حکومت د داعش بریدونو د ګواښ له امله د یو شمېر خصوصي ټلوېزیونونو امنیتي تدابیر سخت کړې دي.

د سرچینو په وینا، پر شمشاد او طلوع نیوز ټلوېزیونونو د داعش د بریدونو د مخنیوي او ګواښ له منځه وړلو لپاره ځانګړي امنیتي کسان ګومارل شوې دي.

له شمشاد ټلوېزیون یو شمېر سرچینو هم د نوم نه ښودلو په شرط حماسه مېډیا ته تایید کړې چې د څو ورځو لپاره د یاد ټلوېزیون لپاره سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو، خو له تیرې یوې ورځې راهیسې امنیتي مسولین بیرته خپلو کمپونو ته تللي او د ټلوېزیون ودانۍ سره ولاړې رینجرې او پوځي موټرونه بېرته غوښتل شوې دي.

د یادو سرچینو په وینا، امنیتي ګواښ لا هم موجود دی، همکاران په وېره کې کار ته راځي او ټول د خوندیتوب او امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي.

تراوسه د طالبانو له حکومت سرچینو او طلوع نیوز او شمشاد ټلوېزیونونو مسوولینو په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال په هېواد کې خبریالان او د رسنیو کارکوونکي له نورو بېلابېلو امنیتي ننګونو، د خوندیتوب ستونزو او ګڼو محدودیتونو سره هم مخ دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here