د پاکستان د بلوچستان ایالت په شیراني ولسوالۍ کې د یوه مسافر وړونکي بس د ژورې کندې ته د لوېدو له امله لږ تر لږه ۴۰ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان شوي دي.
ځايي چارواکي وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د یوه خصوصي شرکت سپرلۍوړونکی بس له کوټې څخه اسلاماباد ته روان و.
د دوی په وینا، په بس کې ټول ۴۸ کسان سپاره وو او ژغورونکو د ټپیانو د درملنې او د قربانیانو د لېږد چارې بشپړې کړې دي.
بلخوا، په افغانستان کې هم د کابل ـ جلالاباد پر لویه لاره یوه ترافیکي پېښه شوې ده.
د طالبانو حکومت د امنیې قوماندانۍ ویاند ویلي، یو باروړونکی موټر چې له پاکستانه یې ۲۲ افغان کډوال لېږدول، سیند ته لوېدلی دی.
د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ۴ کسان وژل شوي، ۱۰ نور بېدرکه دي او د ژغورنې ډلې د ورکو کسانو د موندلو هڅې روانې ساتلې دي.

