راپورونه وایي چې د بریټانیا لومړی وزیر ښايي د راتلونکې دوشنبې په ورځ له خپلې دندې استعفا وکړي.
د راپور له مخې، نوموړي له خپلو کابینې غړو، سلاکارانو، سوداګریزو مشرانو او د کارګر ګوند له ملاتړو سره تر سلا مشورو وروسته دې پایلې ته رسېدلی چې په اوسنیو شرایطو کې د واک دوام ورته اسانه نه ښکاري.
ویل کېږي چې هغه پوهېدلی په ګوند کې د واک د ساتلو لپاره کافي ملاتړ نه لري، خو غواړي د مشرتابه د لېږد بهیر په منظم ډول ترسره شي او له ناڅاپي سیاسي بېثباتۍ څخه مخنیوی وشي.
راپور همداراز زیاتوي چې پر نوموړي سیاسي فشارونه وروسته له هغې زیات شول چې د هغه سیال په یوې منځمهاله ټاکنه کې پارلماني څوکۍ وګټله او د کارګر ګوند دننه یې خپل نفوذ نور هم پیاوړی کړ.

