شنبه, جون 20, 2026
Homeافغانستانسراج‌الدين حقاني او قزاقستاني وزیر؛د امنیت، سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا خبرې...

سراج‌الدين حقاني او قزاقستاني وزیر؛د امنیت، سوداګرۍ او پانګونې پر پراختیا خبرې کړې

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني په کابل کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د اقتصاد وزیر سیریک ژومان ګارین سره وکتل، چې د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ افغانستان ته راغلی.

دواړو لوریو په دې لیدنه کې د امنیتي وضعیت، د نشه‌یي توکو پر ضد د ګډې مبارزې، ټرانزیټ، ټکنالوژۍ، سیمه‌ییزو همکاریو او د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراختیا په اړه خبرې کړې.

په غونډه کې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو د پراخولو او د پانګونې د فرصتونو د زیاتولو پر اهمیت هم ټینګار شوی.

دواړو خواوو هیله څرګنده کړه چې د ګډو همکاریو له لارې به اقتصادي اړیکې لا پیاوړې شي او د سوداګرۍ او پانګونې لپاره به مناسب شرایط رامنځته شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here