دوشنبه, مې 18, 2026
Home Blog Page 40

نت‌بلاکس:په ایران کې د انټرنېټ بندښت اته اوونۍ دوام کړی او پراخې اغېزې لري

0

د انټرنېټ د بندښتونو څارونکي نړیوال بنسټ “نت‌بلاکس” راپور ورکړی چې په ایران کې د انټرنېټ د محدودیت له پیل څخه اته اوونۍ تېرې شوې دي.

د دې راپور له مخې، دا اختلال اوس د ۵۷ ورځو یا ۱۳۴۴ ساعتونو مودې ته رسېدلی او لا هم دوام لري.

نت‌بلاکس ویلي چې دا د حکومتي پرېکړې له مخې د انټرنېټ بندښت د خلکو اړیکې له یو بل سره خرابې کړي، کورنۍ یې له یو بل جلا کړې او همدارنګه یې د هېواد اقتصاد ته د پام وړ زیان رسولی دی.

امیرخان متقي:سیاستوال، لیکوالان او رسنۍ دې د افغانستان او پاکستان اړیکو ته په احتیاط سره وګوري

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټیټیوټ د فراغت په مراسمو کې ویلي چې په افغانستان کې هېڅ فعاله مخالفه وسله‌واله ډله شتون نه لري او د ده په وینا ټول قومونه په یووالي کې ژوند کوي.

نوموړي د پاکستان سره د وروستیو خبرو په اړه ویلي، هغه مذاکرات چې د چین په اورومچي کې ترسره شول، مثبت وو.

متقي له سیاستوالو، لیکوالانو او رسنیو غوښتي چې د افغانستان او پاکستان اړیکو ته په احتیاط سره وګوري او غیرمسوولانه څرګندونې ونه کړي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:په قطر کې د امریکا په تمه میشت افغانان دې بیرته هیواد ته راستانه شي

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند حافظ ضیاء احمد تکل په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې وړاندیز کړی چې، هغه افغانان چې په قطر کې د امریکا ویزې ته په تمه دي، کولی شي په ډاډه زړه بېرته افغانستان ته راستانه شي.

نوموړي د رسنیو د راپورونو په غبرګون کې ویلي، یو شمېر افغانانو ته ویل شوي چې یا خپل هېواد ته ستانه شي او یا په درېیم هېواد کې د اوسېدو لاره خپله کړي، خو د ده په وینا، افغانستان د ټولو ګډ کور دی او حکومت د ټولو ستنېدونکو هرکلی کوي.

تکل ټینګار کړی چې دا مهال په افغانستان کې هېچا ته امنیتي ګواښ نه شته او هېڅوک اړ نه دي چې د امنیتي اندېښنو له امله هېواد پرېږدي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، که څوک غواړي بل هېواد ته ولاړ شي، باید د قانوني لارو او په عزت سفر وکړي، او حکومت د قونسلي اړیکو له لارې د افغانانو د حقونو د خوندیتوب لپاره له نورو هېوادونو سره همکارۍ ته چمتو دی.

وړاندې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له قوله راپورونه ورکړل شوي وو چې په قطر کې میشت هغه افغانان چې امریکا ته د تګ په تمه دي، کانکو ته استوي.

ایراني رسنۍ:عباس عراقچي د امریکا د خبرو په اړه د تهران ځواب پاکستان ته وړاندې کړ

0

د ایران دولتي رسنیو راپور ورکړی چې د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي په اسلام‌اباد کې د پاکستان د پوځ له مشر عاصم منیر سره د لیدنې پر مهال، د امریکا سره د مذاکراتو په اړه د پاکستان د وړاندیزونو په تړاو د تهران رسمي ځواب ورساوه.

د ایران دولتي رسنیو ویلي چې دا ځواب “جامع” دی او د تهران ټول ملاحظات په کې په پام کې نیول شوي دي.

تر دې وړاندې د ایران چارواکو ټینګار کاوه چې د عراقچي سفر پاکستان ته د امریکا له مذاکراتو سره هېڅ تړاو نه لري او یوازې یو منظم او دوراني سفر دی.

د بلوچستان حکومت؛د غیر راجستر مدرسو پر ثبت سخت اقدامات پیل کړي؛ مذهبي ګوندونه ددې کار مخالفت کوي

0

د بلوچستان حکومت شاوخوا ۳۰۰ غیر راجستر دیني مدرسې تر سختو نظارتونو لاندې نیولي او د هغوی د ثبت بهیر یې چټک کړی دی.

چارواکي وایي دا مدرسې تر اوسه رسمي ثبت نه لري او د ځینو په اړه د بهرنیو مالي سرچینو او احتمالي غیرقانوني فعالیتونو اندېښنې هم شته.

د حکومت په وینا، د دې اقدام هدف د ټولو دیني ادارو قانوني ثبت، مالي شفافیت او د غیرقانوني تمویل مخنیوی دی.

چارواکي زیاتوي چې په بلوچستان کې تر اوسه نږدې ۲۲۰۰ مدرسې په رسمي ډول راجستر شوې دي او د پاتې ادارو د ثبت بهیر روان دی.

بل لوري ته، ځینو مذهبي ګوندونو د دې اقدام مخالفت کړی او ویلي یې دي چې حکومت باید د دیني مدرسو پر وړاندې سخت اقدامات ودروي.

د جمعیت علما اسلام بلوچستان مشر مولانا عبدالواسع ویلي چې که فشارونه دوام ومومي؛ نو د حکومت پر ضد به ټولنیز بایکاټ اعلان کړي.

حکومت ټینګار کړی چې د ټولو دیني ادارو د فعالیتونو تنظیم د قانون په چوکاټ کې ترسره کېږي او د علماوو سره په دې اړه مشورې هم روانې دي، څو د شخړو مخه ونیول شي.

هاکان فیدان:د منځني ختیځ کړکېچونه نړیوال امنیت او اقتصاد هم سخت اغېزمنوي

0

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر هاکان فیدان ویلي چې د اسراییل کړنې اوس د نړیوال امنیت لپاره جدي اندېښنه ګرځېدلې او د سیمې کړکېچونه نور یوازې سیمه‌ییز نه دي پاتې شوي.

هغه د اکسفورډ پوهنتون په وینا کې څرګنده کړې چې د منځني ختیځ شخړې د نړۍ پر اقتصاد او امنیت مستقیم اغېز کوي او دا وضعیت د نړیوال نظام په بدلون کې مهم رول لري.

فیدان ټینګار کړی چې هېوادونه نور نه شي کولی خپل امنیتي او ستراتیژیک تصمیمونه نورو ته وسپاري، بلکې باید خپله فعاله ونډه واخلي.

نوموړي د ایران اړوند جګړه د دې بېلګه بللې چې څنګه سیمه‌ییزې شخړې نړیوال ثبات اغېزمنوي، او زیاته کړې چې دې وضعیت نړیوال امنیت او اقتصادي هوساینه زیانمنه کړې ده.

هغه همدارنګه ویلي چې د سیمې بې‌ثباتي د اسراییلو د اقداماتو له امله له سیمه‌ییزو حدودو اوښتې او نړیوالې همغږۍ ته اړتیا ده.

فیدان د نړیوالو بنسټونو د اصلاح او په منځني ختیځ کې د نوي سیاسي نظم د جوړېدو غوښتنه هم کړې، او ټینګار یې کړی چې د سیمې ستونزې باید د همدې سیمې هېوادونه حل کړي.

د شانګهای همکاریو سازمان:افغانستان دې له جګړې او افراطیت پاک او د یو باثباته هېواد په توګه وده وکړي

د شانګهای همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالانو په مسکو کې په یوې غونډه کې د افغانستان او سیمې پر امنیتي او سیاسي وضعیت خبرې کړې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، ګډونوالو ټینګار کړی چې افغانستان باید له تاوتریخوالي، افراطیت او نشه‌يي توکو پاک وي او د یو خپلواک، بې‌طرفه او ارام هېواد په توګه وده وکړي.

په ناسته کې دا موضوع هم یاده شوې چې د طالبانو له حکومت سره د عملي اړیکو د پراختیا امکانات وارزول شي، او د شانګهای-افغانستان د تماس ډله بېرته فعاله شي.

ګډونوالو همدارنګه د سیمې د همکارۍ د نورو لارو چارو د بیا پيل او پیاوړتیا پر اړتیا ټینګار کړی دی.

پخوانی اسراییلي ویاند:د ټرمپ له امر پرته هرمز تنګی لا هم تړلی دی

0

د اسراییل پوځ پخواني ویاند جاناتان کانریکس ویلي، د هرمز تنګی لا هم تړلی پاتې دی، ځکه چې د ډونالډ ټرمپ له لوري د بیا پرانستلو لپاره کومه رسمي لارښوونه نه ده شوې.

هغه په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې تر اوسه د دې تنګي د خلاصون لپاره هېڅ امر نه دی ورکړل شوی، او وضعیت همداسې پاتې دی.

نوموړي دا هم زیاته کړې چې کله د ټرمپ له خوا امر وشي، د سنتکام ځواکونه به سمدستي اقدام وکړي او د هرمز تنګی به بېرته پرانیزي.

اسلام‌اباد ته د ایراني لوړپوړي پلاوي سفر؛د امریکایي استازي د ورتګ خبرې کېږي؛ خو تهران مستقیمې لیدنې ردوي

0

د راپورونو له مخې، د پاکستان پلازمېنې ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي له سفر وروسته تمه کېږي چې د امریکا یو لوړپوړی پلاوی هم دغه هېواد ته ورسېږي.

ویل کېږي چې امریکایي استازي، لکه سټیو ویتکاف او جرد کوشنر به هم اسلام‌اباد ته ولاړ شي، څو د روان وضعیت په اړه سلا مشورې وکړي.

په همدې حال کې، د امریکا د دفاع وزیر پېټ هېګسټ ویلي چې ایران ته لا هم فرصت شته چې د هوکړې له لارې خپل اټومي فعالیتونه محدود کړي.

خو د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي هغه راپورونه رد کړي چې ګواکې د ایران او امریکا پلاوي به په اسلام‌اباد کې سره وویني.

هغه ټینګار کړی چې ایراني پلاوی به یوازې له پاکستاني چارواکو سره د سولې او د تاوتریخوالي د کمولو پر هڅو خبرې وکړي، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مستقیمو لیدنو کوم پلان نه شته.

کارولین لیویت:ایران له امریکا سره د مستقیمو خبرو غوښتنه کړې او واشنګټن هم مثبت ځواب ورکړی

0

د سپینې ماڼۍ ویاندې کارولین لیویت ویلي، ایران له امریکا سره په اسلام‌اباد کې د حضوري خبرو غوښتنه کړې او دا غوښتنه د واشنګټن له لوري منل شوې ده.

لیویت د فاکس‌نیوز سره په مرکه کې وویل، چې د ډونالډ ټرمپ په لارښوونه به ځانګړي استازي سټیو ویتکاف او جرد کوشنر اسلام‌اباد ته سفر وکړي، څو د ایراني لوري دریځ واوري.

د سپینې ماڼۍ په وینا، واشنګټن تمه لري چې دا خبرې به رغنده ډول وي او د احتمالي هوکړې لپاره به لاره هواره کړي.

لیویت ټینګار وکړ چې ټرمپ په دې بهیر کې خپلې «سرې کرښې» په واضح ډول ټاکلې دي او د اوربند په غځولو کې یې هم انعطاف ښودلی دی.