جمعه, جولای 3, 2026
Home Blog Page 41

قزاقستان:د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو يوو

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د اقتصاد وزیر، سریک ژومانګارین، ویلي چې که افغانستان او پاکستان رسمي غوښتنه وکړي، هېواد یې چمتو دی څو د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د ښه والي او اختلافاتو د حل لپاره د منځګړي رول ترسره کړي.

ژومانګارین ټینګار کړی چې د قزاقستان بهرنۍ تګلاره د شخړو د سوله‌ییز حل، متقابل تفاهم او ډیپلوماسۍ پر بنسټ ولاړه ده، او استانې تل د خبرو اترو له لارې د ستونزو د هواري ملاتړ کړی دی.

په ورته وخت کې، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي، زلمی خلیلزاد، له پاکستانه غوښتي چې د تاوتریخوالي او کړکېچ د زیاتولو پر ځای له کابل سره مستقیمې او رغنده خبرې پیل کړي.

خلیلزاد ویلي، افغان چارواکو د پاکستان د امنیتي اندېښنو د حل لپاره یو شمېر عملي وړاندیزونه وړاندې کړي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د باور فضا د رامنځته کېدو فرصت شته.

د مالیزیا لومړی وزیر:د ایران جګړې د پای ته رسېدو په خبرو کې پرمختګ د ډیزلو بیو د راکمېدو لامل شو

د مالیزیا لومړي وزیر، انور ابراهيم ویلي چې د ایران د جګړې د پای ته رسولو په اړه د روانو ډیپلوماتیکو هڅو پرمختګ د دې زمینه برابره کړې چې په هېواد کې د سبسایډي لرونکو ډیزلو بیې له راتلونکې میاشتې راکمې شي.

انور ابراهیم زیاته کړې چې د پاکستان لومړي وزیر، شهباز شريف ورته ډاډ ورکړی چې د منځني ختیځ کړکېچ د ارامېدو په لور روان دی، او دا پرمختګونه کولی شي د نړیوالو انرژۍ بازارونو ثبات ته هم لاره هواره کړي.

نوموړي څرګنده کړې چې د سیمې د تاوتریخوالي کمېدل او د تیلو د نړیوالو بیو ټیټېدل به د مالیزیا د انرژۍ پر لګښتونو مثبت اغېز ولري، چې له امله یې حکومت د سون توکو په برخه کې د خلکو لپاره د لا ډېرو اسانتیاوو پلان لري.

عباس عراقچي:د پاکستان او قطر منځګړیتوب د لبنان جګړې د پای ته رسېدو لپاره مهم پرمختګونه راوستي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، ویلي چې د پاکستان او قطر پرله‌پسې ډیپلوماتیکو هڅو د لبنان د کړکېچ د هواري په برخه کې د پام وړ پرمختګونه رامنځته کړي دي.

عراقچي په اېکس کې په یوه پیغام کې لیکلي چې د دغو هڅو په پایله کې د ایران د نفتو او پتروشیمي صادراتو پر وړاندې ځینې محدودیتونه لرې شوي، اقتصادي محاصره کمه شوې، د ایران د کنګل شویو شتمنیو یوه برخه ازاده شوې او د هېواد د بیارغونې او پراختیا لپاره یو پراخ پروګرام پیل شوی دی.

هغه زیاته کړې چې په لبنان کې د تاوتریخوالي کمېدل به د وروستیو تفاهماتو او ډیپلوماتیکو هڅو لپاره لومړنۍ عملي ازموینه وي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د سیمې ثبات او د شخړو سوله‌ییز حل د ټولو ښکېلو لورو د ګډو هڅو او ژمنتیا غوښتنه کوي.

امریکا او ایران د نوې هوکړې پر لور؛قطر او پاکستان د خبرو د پرمختګ خبر ورکړی

قطر او پاکستان په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې د امریکا او ایران ترمنځ د لوړې کچې لومړنۍ خبرې، چې په سویس کې ترسره شوې وې، په مثبت او رغنده چاپېریال کې پای ته رسېدلې دي.

د اعلامیې له مخې، دواړو لورو هوکړه کړې چې د خبرو اترو د بهیر د څارنې لپاره یوه لوړه کچه کمېټه جوړه کړي.

دغه کمېټه به د راتلونکو مذاکراتو لارښوونه کوي او د داسې چوکاټ پر جوړولو به کار کوي چې د راتلونکو ۶۰ ورځو په موده کې وروستۍ سیاسي هوکړې ته لار هواره کړي.

همداراز، د اټومي پروګرام، اقتصادي بندیزونو او د اختلافاتو د حل په اړه تخنیکي خبرې به په راتلونکو پړاوونو کې دوام ولري.

په اعلامیه کې راغلي چې د منځګړو هېوادونو په نوښت به د هرمز تنګي د امنیت او د احتمالي غلط فهمیو د مخنیوي لپاره د مستقیمو اړیکو یوه کرښه جوړه شي.

سربېره پر دې، د لبنان اړوند د تاوتریخوالي د کمولو لپاره به ځانګړی همغږی میکانیزم هم رامنځته شي.

قطر او پاکستان ټینګار کړی چې د تهران او واشنګټن ترمنځ د اختلافاتو د سوله‌ییز حل او یوې هراړخیزې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره به خپلو ډیپلوماتیکو هڅو ته دوام ورکړي.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت:د راس لفان صنعتي ښار فابریکه کې د تخنیکې ستونزې له امله چاودنه رامنځته شوې

د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې خپرې کړې اعلامیې کې ویلي، د راس لفان صنعتي ښار په یوې فابریکې کې د تخنیکي ستونزې له امله داخلي چاودنه رامنځته شوې ده.

اعلامیه لیکلي د ملکي دفاع ډلې د پېښې د مدیریت او کنټرول لپاره سیمې ته رسیدلي دي.

د چارواکو په وینا، په دې پېښه کې هېڅ ډول مرګ‌ژوبله نه ده رامنځته شوې.

په تخار کې د زرګونو جریبه کرنیزو ځمکو د سپارلو حکم؛متضررین د پرېکړې د عملي کېدو په تمه دي

د طالبانو د حکومت مشر هبت الله اخندزاده د تخار ولایت د خواجه بهاءالدین ولسوالۍ د لاله‌ګذر کلي د زرګونه جریبه کرنیزو ځمکو د اوږدې شخړې په تړاو د ځانګړې محکمې له پرېکړې وروسته حکم کړی چې یادې ځمکې دې له اوسنیو تصرف کوونکو واخیستل شي او اصلي مالکینو ته دې وسپارل شي.

د معلوماتو له مخې، دغه ځمکې د ۱۳۶۵ لمریز کال پر مهال د جګړو او سیاسي بدلونونو په دوره کې د قاضي کبیر په نوم د یوه پخواني قوماندان او د هغه د کسانو له خوا وېشل شوې وې.

اصلي مالکین وايي چې له ۲۰۰۷ کال راهیسې د خپلو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو لپاره هڅې کوي او ادعا لري چې د پخواني ولسمشرانو حامد کرزي او محمد اشرف غني د حکومتونو ترڅنګ د اوسني نظام اړوندو ادارو هم په بېلابېلو پړاوونو کې د دوی د دعوې ملاتړ کړی دی.

دوی زیاتوي چې د طالبانو د مشر له خوا د ځانګړې محکمې وروستۍ پرېکړه هم د دوی په ګټه صادره شوې، خو تر اوسه د تخار سیمه‌ییزو چارواکو د حکم د عملي کولو لپاره عملي ګام نه دی پورته کړی.

د ځمکو اصلي مالکین د طالبانو له حکومت غواړي چې د ځانګړې محکمې پرېکړه زر تر زره عملي او د ځمکو د سپارلو بهیر بشپړ کړي. دوی هیله څرګندوي چې د شخړې حل به له ځنډ پرته ترسره شي او د کلونو راهیسې روانه لانجه به پای ته ورسېږي.

اشرف غني:عبدالاحد مومند د څښتن له لايتناهي فضا نه له ملي رنګونو او ملي خبرو سره افغانستان نړۍ ته وپېژاند

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د هېواد د لومړي او یوازیني ستورمزلي عبدالاحد مومند پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

ښاغلي غني په خپله ايکس‌پاڼه ليکلي، چې د عبدالاحد مومند مړینې سخت خواشینی کړی او نوموړی یې د افغانستان د ویاړونو له مهمو څېرو څخه بللی دی.

هغه ویلي:«هغه د څښتن له لایتناهي فضا نه له ملي رنګونو او ملي خبرو سره افغانستان نړۍ ته وپېژاند او د افغانیت تر څنګ یې د الهي کتاب – عظیم الشأن قرآن په منګول کې نیولو سره د خپل اسلامیت ننداره هم د «سیوز» بېړۍ نورو سپرلیو او نړیوالو ته وړاندې کړه.»

اشرف غني زیاته کړې چې د «میر» فضايي تمځای په ماموریت کې د مومند نهه ورځني حضور افغانانو ته د ویاړ او خوښۍ احساس ورکړی و او د هغه وخت د کورنیو ستونزو ترخې خاطرې یې تر یوه حده هېرې کړې وې.

نوموړي د عبدالاحد مومند لپاره د جنت الفردوس دعا کړې او د هغه له کورنۍ او خپلوانو سره یې خواخوږي څرګنده کړې ده.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت:سويس کې د تفاهم‌لیک د ژمنو پلي کېدل د خبرو اصلي محور دی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي چې په سویس کې روانه غونډه د جګړې د پای ته رسېدو د تفاهم‌لیک د مادو د عملي کېدو د څارنې او تعقیب لپاره جوړه شوې ده.

بقایي ټینګار کړی چې ایران د مقابل لوري د ژمنو د پلي کېدو بهیر په جديت او دقت سره تعقیبوي او په دې برخه کې به هېڅ ډول بې‌پامي ونه مني.

هغه ویلي، تر هغو چې د تفاهم‌لیک مادې، په ځانګړې توګه لومړۍ ماده چې په ټولو جبهو، د لبنان په ګډون، د جګړې د پای ته رسېدو اړوند ده، په بشپړ ډول عملي نه شي، د وروستي او جامع توافق په اړه د مذاکراتو پړاو ته داخلېدل ممکن نه دي.

د نوموړي په وینا، د تفاهم‌لیک د تعهداتو عملي کېدل د دواړو لورو ترمنځ د راتلونکو خبرو او احتمالي وروستي هوکړې لپاره بنسټیز شرط ګڼل کېږي.

ایراني پلاوي؛په سویس کې له امریکا سره خبرې پرېښودې

د ایران تسنیم خبري اژانس د یوې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې ایراني پلاوي په سویس کې له امریکا سره روانې خبرې د اعتراض په توګه پرېښې دي.

د راپور له مخې، دا پرېکړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو څرګندونو په غبرګون کې شوې چې ایران ته د ګواښ په توګه تعبیر شوي دي.

راپورونه وایي چې ټرمپ مخکې خبرداری ورکړی و چې که ایران د لبنان حزب‌الله د ستونزو جوړولو له دوام څخه منع نه کړي، امریکا به پر ایران بریدونه وکړي.

نوموړي همداراز د ایران او حزب‌الله پر اړیکو نیوکه کړې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا او ایران ترمنځ خبرې د سویس په بورګن‌اشتوک سیمه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تفاهم د عملي کېدو لپاره روانې وې او د لبنان وضعیت د مذاکراتو له مهمو موضوعاتو څخه بلل کېده.

تر اوسه د امریکا یا سویسي چارواکو له لوري د ایراني پلاوي د وتلو په اړه رسمي څرګندونې نه دي خپرې شوې.

په سویس کې؛د امریکا او ایران خبرې له ۸۰ دقیقو وروسته ودرېدې

د راپورونو له مخې، د ایران او امریکا ترمنځ خبرې اترې چې په سویس کې روانې وې، له شاوخوا ۸۰ دقیقې وروسته د «خپلمنځي مشورو» لپاره ودرول شوې.

د ایران د فارس خبري اژانس په وینا، دا خبرې د دواړو هېوادونو د استازو ترمنځ روانې وې، خو له لنډ بحث وروسته موقتاً وځنډول شوې څو دواړه لوري خپلمنځي مشورې ترسره کړي.

تر اوسه د دې خبرو د پایلو یا احتمالي پرمختګونو په اړه رسمي جزییات نه دي خپاره شوي.