د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي یرکین توکوموف ویلي چې د طالبانو حکومت نوم له ترهګریزو ډلو له لېست څخه ایستل دا معنا نه لري چې د طالبانو حکومت اداره په رسمي ډول په رسمیت پېژندل شوې ده.
هغه ټینګار کړی چې قزاقستان د طالبانو له حکومت سره د تعامل پرته د رسمیت پېژندنې تګلاره تعقیبوي.
هغه ویلي چې قزاقستان د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړو سره سم عمل کوي او د افغانستان په اړه یې دریځ د نړیوالو اصولو پر بنسټ دی.
توکوموف زیاته کړې چې د افغانستان اوسنی وضعیت ډېر پېچلی دی، او که اقتصادي، بشري یا اداري تشه رامنځته شي، نو دا تشه به حتمي د منفي او ګډوډو پایلو له لارې ډکه شي.
هغه ویلي چې له افغانستان سره مرستې عملي ارزښت لري او د ټولې سیمې د امنیت لپاره مهمې دي.
د هغه په وینا، د افغانستان په قانوني اقتصادي بهیرونو کې شاملول د مخدره موادو د قاچاق، ناقانونه کډوالۍ او د سرحدونو هاخوا د ترهګرۍ د مخنیوي تر ټولو اغېزمنه لاره ده.
قزاقستان په ۲۰۲۴ کال کې د طالبانو حکومت نوم د ترهګریزو ډلو له لېست څخه ایستلی و.

