جمعه, جولای 3, 2026
Home Blog Page 39

امریکا؛د ایران د نفتو او پتروشیمي محصولاتو صادرات په موقتي ډول له بندیزونو معاف کړل

د امریکا د خزانې وزارت اعلان کړی چې د ایران د نفتو او پتروشیمي محصولاتو صادرات به د یوې ځانګړې اجازې له مخې په لنډمهالي ډول له بندیزونو معاف وي.

د امریکا حکومت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ایراني اصله خامو نفتو، پتروشیمي محصولاتو او نورو نفتي تولیداتو لېږد او پلور به د ۲۰۲۶ کال د اګست تر ۲۱مې نېټې پورې د بندیزونو له محدودیتونو مستثنا وي.

د خبرپاڼې له مخې، دا معافیت د ټاکلې مودې لپاره نافذ دی او د ایران د انرژۍ سکتور اړوند صادرات په کې شامل دي.

آی‌سي‌سي؛د جون تر ۲۸مې د ښځو د کرکټ نړیواله اوونۍ نمانځي

د کرکټ نړیوالې شورا پرون د جون له ۲۱مې تر ۲۸مې نېټې د ښځو د کرکټ نړیوالې اوونۍ په نوم نومولې.

آی‌سي‌سي ویلي، د دې نوښت موخه دا ده چې په ټوله نړۍ کې د ښځو کرکټ ته وده ورکړل شي، د ښځینه لوبغاړو لاسته راوړنې وستایل شي او لا زیاتې نجونې کرکټ ته وهڅول شي.

د سږ کال د نمانځنې په لړ کې د نړۍ په نږدې ۶۰ هېوادونو کې بېلابېل فعالیتونه ترسره کیږي.
استرالیا، پاکستان او سریلانکا د هغو هېوادونو له ډلې دي چې د ښځو د کرکټ د ودې لپاره یې ځانګړي پروګرامونه اعلان کړي دي. په پاکستان کې به له ۱۵۰ زیاتې د پوهنتون زده کړیالانې او له ۱۰۰ ډېر د ۱۹ کلونو کم عمره لوبغاړې په روزنیزو او کرکټ فعالیتونو کې برخه واخلي.

د ښځو د کرکټ نړیواله اوونۍ لومړی ځل په ۲۰۲۵ کال کې د اکتوبر له ۱۶مې تر ۲۲مې پورې د ښځو د یو ورځني نړیوال جام پر مهال ترسره شوې وه. د ICC په وینا، د لومړۍ دورې بریالیتوب د دې لامل شو چې سږکال هم دا نوښت هم تکرار شي.

محسن داوړ:مهرنګ بلوڅ او نورو غړو ته د عمري قید سزا سخت ظلم او بې‌عدالتي ده

د کوزې پښتونخوا وتلې سیاسي څېره اود ملي دیموکراتیک خوځښت مشر محسن داوړ وایي، د بلوڅ یکجهتي کمیټې (BYC) د مشرې مهرنګ بلوڅ او نورو غړو ته د عمري قید سزا ورکول سخت ظلم او د سیاسي مبارزې پر ضد برید دی.

هغه ویلي چې په یو نامعلوم او غیر شفاف عدالتي بهیر (شکمنه محاکمه) کې دا پرېکړه شوې چې دا کار جدي بې‌عدالتي ده.

داوړ زیاته کړې چې د مخالفت غږ د زور او جبر له لارې نه شي چوپېدلی او نه به دا ډول اقدامات د خلکو ستونزې حل کړي، بلکې برعکس به نارضایتۍ نورې هم زیاتې کړي.

د ایران؛ولسمشر ښايي سبا اسلام‌آباد ته سفر وکړي

الجزیرې پورې تړلې المیادین شبکې د پاکستاني سرچینو له قوله راپور ورکړی چې تمه کېږي د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان سبا اسلام‌آباد ته سفر وکړي.

د راپور له مخې، د دې احتمالي سفر پر مهال به د ایران او پاکستان ترمنځ د دوه‌اړخیزو اړیکو، سیمه‌ییزو تحولاتو او روانو ډیپلوماتیکو هڅو په اړه خبرې وشي.

دا خبر داسې مهال خپرېږي چې پاکستان په وروستیو میاشتو کې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو اترو او منځګړیتوب په هڅو کې فعال او غوښن رول لوبولی او په سویس کې د دواړو لوریو ترمنځ په مذاکراتو کې یې هم ګډون وکړ.

تر اوسه د ایران یا پاکستان حکومتونو په رسمي ډول د دغه سفر اعلان نه دی کړی.

برېټانیا؛به په لسو کلونو کې اووم لومړی وزیر ولري

د برېټانیا لومړي وزیر کیر سټارمر د استعفا له اعلان وروسته تمه کېږي چې دغه هېواد به په نږدې لسو کلونو کې خپل اووم لومړی وزیر ولري.

برېټانیا له ۲۰۱۶ کال راهیسې د سیاسي بدلونونو له چټک بهیر سره مخ ده او په دې موده کې یې شپږ لومړي وزیران بدل شوي دي.

دا لړۍ په ۲۰۱۶ کال کې د ډېوېډ کامرون له استعفا وروسته پیل شوه، نوموړي د بریګزیټ ټولپوښتنې له پایلو وروسته خپله دنده پرېښوده. له هغه وروسته ترېزا مې د ۲۰۱۶ څخه تر ۲۰۱۹ کال پورې واکمنه وه، خو د بریګزیټ د کړکېچ له امله یې استعفا وکړه.

بوریس جانسن له ۲۰۱۹ څخه تر ۲۰۲۲ کال پورې د برېټانیا لومړی وزیر و چې د سیاسي جنجالونو او رسواییو له امله له دندې ګوښه شو. ورپسې لېز ټراس واک ته ورسېده، خو یوازې ۴۹ ورځې په واک کې پاتې شوه او استعفا ته اړه شوه.

له هغې وروسته ریشي سوناک د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۴ کلونو ترمنځ د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړه، خو د عمومي ټاکنو له ماتې وروسته یې واک پرېښود.

کیر سټارمر په ۲۰۲۴ کال کې لومړی وزیر شو او اوس یې د استعفا اعلان کړی دی.

که د سټارمر پر ځای نوی مشر وټاکل شي، نو برېټانیا به د ۲۰۱۶ او ۲۰۲۶ کلونو ترمنځ اووم لومړی وزیر ولري چې دا د دغه هېواد په معاصر سیاسي تاریخ کې د واک د چټکو بدلونونو له بې‌سارې دورې ګڼل کېږي.

مسعود پزشکیان:په مذاکراتو کې له خپلو حقونو نه تېرېږو او شاتګ نه کوو

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې هېواد یې له عزت او سرلوړۍ سره مذاکراتو ته داخل شوی او د خپلو حقونو په اړه به هېڅ ډول شاتګ ونه کړي.

هغه ويلي، هر هغه ځای چې د ایران حقونه له پامه وغورځول شي، تهران به نه تسلیمېږي او نه به خپل دریځ پرېږدي.

پزشکیان همداراز زیاته کړې چې د سیمې هېوادونه اوس ایران ته په بل نظر ګوري او له ګاونډیو هېوادونو سره یې اړیکې هم ښې شوې دي.

د ایران ولسمشر د اقتصادي ستونزو او د خلکو د پېرلو ځواک د کمېدو په اړه ویلي چې له اقتصادي بن‌بست څخه د وتلو لپاره ګڼې لارې شته او حکومت د حل لارو موندلو ته ژمن دی.

پایان دور نخست مذاکرات میان ایران و آمریکا در سوئیس

دور نخست مذاکرات میان مقام‌های ارشد ایران و آمریکا در سوئیس به پایان رسید و هیئت ایرانی پس از اتمام نشست، محل مذاکرات را ترک کرد. بر اساس اعلام میانجی‌گران گفت‌وگوهای فنی میان دو طرف در طول هفته جاری در تفرجگاه بورگن‌اشتوک سوئیس ادامه خواهد یافت.

قطر و پاکستان که نقش میانجی این مذاکرات را بر عهده دارند، در بیانیه‌ای مشترک اعلام کردند که نخستین نشست سطح عالی در چارچوب یادداشت تفاهم اسلام‌آباد با موفقیت به پایان رسیده است.

به گفته آنان، تهران و واشنگتن بر سر نقشه راهی برای دستیابی به توافق نهایی به تفاهم رسیده‌اند روندی که قرار است ظرف ۶۰ روز آینده تکمیل شود.

در این بیانیه همچنین آمده است که دو طرف درباره سازوکاری برای پایان دادن به جنگ در لبنان نیز به تفاهم دست یافته‌اند. افزون بر این ایران و آمریکا با ایجاد یک «خط ارتباطی» به‌منظور جلوگیری از بروز حوادث و سوءتفاهم در تنگه هرمز موافقت کرده‌اند.

عباس عراقچی، وزیر امور خارجه ایران، نیز در پیامی در شبکه اجتماعی ایکس از «پیشرفت چشمگیر» در مذاکرات خبر داد.

او اعلام کرد که تحریم‌های صادرات نفت و پتروشیمی ایران تعلیق شده و محاصره دریایی پایان یافته است.

به گفته عراقچی، بخشی از دارایی‌های مسدودشده ایران نیز آزاد شده است.

۵۴ زخمی و ۱۸ مفقود در پی انفجار در یک کارخانه در قطر

وزارت امور داخله قطر اعلام کرده است که شمار زخمیان انفجار در یک کارخانه واقع در شهرک صنعتی راس لفان به ۵۴ نفر افزایش یافته است.

براساس اعلام این وزارت این رویداد در نتیجه یک نقص تخنیکی هنگام انجام عملیات در کارخانه رخ داده است.

مقام‌های قطری افزوده‌اند که گروه بین‌المللی جست‌وجو و نجات قطر همچنان در محل حادثه حضور دارد و عملیات جست‌وجو برای یافتن ۱۸ فرد مفقودشده ادامه دارد.

تاکنون جزئیات بیشتری درباره وضعیت مفقودان و میزان خسارات ناشی از این انفجار منتشر نشده است.

سپاه پاسداران:د مجتبی خامنه‌یي دریځ د مذاکرې مخالفت نه، بلکې د ایران د شرطونو ملاتړ دی

د ایران د سپاه پاسداران سیاسي مرستیال یدالله جواني ویلي چې مجتبی خامنه‌یي د ايران د شرطونو له ټاکلو وروسته له امریکا سره د عزت او ځواک له دریځه د خبرو اجازه ورکړې ده.

هغه د یوې غونډې پر مهال ویلي چې ځینو کسانو د خامنه‌یي وروستی پیغام ناسم تعبیر کړی او داسې یې ګڼلی چې هغه له امریکا سره د هر ډول خبرو مخالف دی، خو د ده په وینا دا برداشت سم نه دی، ځکه ایران مخکې هم په مذاکراتو کې ښکېل و.

نوموړي زیاته کړې چې امریکا خپلو موخو ته له نه رسېدو وروسته د اوربند او خبرو غوښتنه وکړه، خو ایران پرېکړه وکړه چې جګړه تر هغه دوام وکړي څو مقابل لوری د تهران د شرطونو له مخې خبرو ته چمتو شي.

جواني همداراز ویلي چې د ایران تګلاره دا ده چې هغه څه چې د ده په وینا په پوځي ډګر کې لاسته راغلي، په سیاسي او مذاکراتي ډګر کې هم د خپلو شرطونو او غوښتنو له مخې تعقیب کړي.

د برېتانیا لومړي وزیر؛کیر سټارمر د استعفا اعلان وکړ

د برېتانیا لومړي وزیر کیر سټارمر اعلان وکړ چې د لومړي وزیرۍ او د کارګر ګوند د مشرۍ له دندو به استعفا وکړي.

سټارمر د دوشنبې په ورځ وویل چې د کارګر ګوند د نوي مشر لپاره د نوماندانو د نوملیکنې بهیر به د جولای له ۹مې نېټې پیل شي.

هغه د خپلې استعفا له اعلان مخکې وویل چې کارګر ګوند یې په داسې حال کې ترلاسه کړی و چې له سیاسي، مالي او اخلاقي پلوه له سختو ستونزو سره مخ و.

سټارمر زیاته کړه چې ډېر ځله ورته ویل شوي وو چې کارګر ګوند پای ته رسېدلی، خو ده ثابته کړه چې دا ارزونې ناسمې وې.

د برېتانیا لومړي وزیر همداراز وویل چې د یهود ضد احساساتو پر وړاندې یې مبارزه کړې او حکومت یې د اقتصاد، دفاع او ملي امنیت په برخو کې د خلکو باور بېرته راژوندی کړی دی.