د طالبانو حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت ویاند سيفالاسلام خیبر ویلي چې که نړیواله ټولنه د تنوع او د ملتونو د ځانتعیین حق ته درناوی کوي؛ نو باید دا اصل د اسلامي ټولنو په اړه هم ومني.
سيفالاسلام خیبر په خپل اېکس کې ویلي چې لکه څنګه فرانسه د خپل سیکولر نظام د ساتلو حق لري او متحده ایالات خپل حقوقي نظام لري، همدارنګه افغانستان هم حق لري چې خپل حکومت د خپل اکثریت خلکو د دیني او کلتوري ارزښتونو پر بنسټ تنظیم کړي.
هغه ویلي چې په نړۍ کې هېڅ حکومت مطلقه آزادي نه مني، او یو اسلامي اکثریت لرونکی هېواد حق لري چې عامه ژوند د خپلو دیني ارزښتونو مطابق تنظیم کړي.
نوموړي دا هم ټینګار کړی چې که کوم رسمي مامور یا د امربالمعروف کارکوونکی ناسم چلند وکړي، نو باید اصلاح شي.

