پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د لومړي ستورمزلي عبدالاحد مومند د مړینې په اړه د هغه کورنۍ، دوستانو او ټول افغان ولس ته خپله خواخوږي او ډاډګېرنه څرګنده کړې ده.
کرزي په خپل پیغام کې ویلي چې مومند د افغانستان لومړنی هغه کس و چې فضا ته ولاړ، او په دې سترې لاسته راوړنې سره یې د افغانستان نوم د نړیوالو فضایي لاسته راوړنو په تاریخ کې تلپاتې کړ.

