سه شنبه, مې 26, 2026
Home Blog Page 3

تسنیم‌ خبري اژانس:د ایران د اټومي موادو د ایستلو لپاره د چمتووالي راپورونه دروغ دي

د ایران د سپاه پاسداران اړوند تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی چې د الحدث شبکې هغه راپورونه “دروغ” دي چې ګواکې ایران د خپلو اټومي موادو د ایستلو لپاره چمتووالی ښودلی دی.

تسنیم ویلي، په هغه تفاهم‌لیک کې چې تر اوسه د خبرو اترو په بهیر کې مطرح شوی، هېڅ داسې ماده یا جمله نشته چې پکې د اټومي موادو د لېږد یا ایستلو لپاره د ایران چمتووالی ذکر شوی وي.

دغه رسنۍ ټینګار کړی چې د ایران د اټومي پروګرام او شتمنیو په اړه ځینې خپرېدونکي راپورونه له حقیقته لرې دي او د مذاکراتو د فضا د اغېزمنولو لپاره خپرېږي.

مسعود پزشکیان:ايران کې دې نړیوال انټرنېټ بېرته فعال شي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکيان دغه هېواد کې د نړیوال انټرنېټ د بېرته فعالېدو امر صادر کړی دی.

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې پزشکیان ویلي: «موږ ډېره سخته لاره ووهله څو د خلکو حقونه بېرته هغوی ته وسپارو.»

تر دې وړاندې د مجازي فضا د رهبرۍ او تنظیم شورا، چې مشري یې د ولسمشر لومړي مرستیال محمد رضا عارف کوله، غونډه کړې وه او پرېکړه یې کړې وه چې انټرنېټ به د ۱۴۰۴ کال د مرغومي میاشتې تر محدودیتونو مخکې خپل حالت ته بېرته وګرځول شي.

سمافور ويب‌پاڼه:امريکا او سعودي عربستان د ۱۵۰۰ کیلومتره واټن ویشتونکو جنګي ډرونونو پر جوړولو کار کوي

سمافور ويب‌پاڼې راپور ورکړی چې د امریکا د یوې دفاعي ټېکنالوژۍ شرکت او د سعودي عربستان د یوه شرکت په ګډه پانګونه ریاض ته نږدې د یوې فابریکې د جوړولو کار روان دی، څو د ایران د “شاهد” ډرونونو ته ورته جنګي بې‌پیلوټه الوتکې تولید کړي.

د راپور له مخې، دغه ډرونونه به شاوخوا ۱۵۰۰ کیلومتره واټن ویشتلی شي او هدف یې د سعودي عربستان د دفاعي او مخنیوي وړتیاوو پیاوړتیا ده.

سمافور زیاته کړې چې د دغو بې‌پیلوټه الوتکو تولید به یوازې د سعودي د کورنۍ اړتیا لپاره نه وي، بلکې متحدو هېوادونو ته د صادراتو پلان هم ورته جوړ شوی دی.

د چین د بهرنیو چارو وزارت:د وانګ‌يي او عاصم منیر په لیدنه کې د پیاوړو اړیکو پر دوام ټینګار وشو

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير وانګ‌يي په بېجینګ کې د پاکستان د پوځ له مشر عاصم منير سره کتلي دي.

د لين جيان په وینا، سږ کال د چین او پاکستان ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د جوړېدو ۷۵مه کلیزه ده او د نړیوالو او سیمه‌ییزو بدلونونو باوجود د دواړو هېوادونو اړیکې تل پیاوړې پاتې شوې دي.

لين جيان ټینګار کړی چې بیجینګ او اسلام‌اباد ستراتیژیک شریکان دي او دواړه هېوادونه به خپلو نږدې همکاریو ته دوام ورکړي.

لينډسي ګراهام:د ډونالډ ټرمپ له لورې د ابراهیم تړونونو د پراخولو اقدام به منځنی ختیځ بدل کړي

د امریکا جمهوري‌پال سناتور لیندسي ګراهام ویلي، د ډونالډ ټرمپ وروستی وړاندیز، چې د ایران د شخړې د حل لپاره د ابراهیم تړونونو پراخول شرط ګرځوي، یو فوق‌العاده او هوښیار اقدام دی او کولی شي په زرګونو کلونو کې منځني ختیځ ته تر ټولو لوی بدلون راولي.

ګراهام ویلي، که سعودي عربستان او ځینې نور هېوادونه لکه پاکستان له اسرائیل سره اړیکې عادي کړي، سیمه به داسې ثبات تجربه کړي چې تر دې وړاندې یې تصور هم نه کېده.

هغه ټینګار کړی چې سیمه‌ییزه همغږي او اقتصادي ادغام به منځنی ختیځ د اقتصادي فرصتونو پر مرکز بدل کړي، نه د کړکېچ او جګړو پر ډګر.

نوموړي زیاته کړې، تمه لري چې عربي متحدین او اسرائیل به د دې طرحې ملاتړ وکړي، ځکه د نوموړي په وینا “ناکامي انتخاب نه ده.”

ایراني لوړپوړي چارواکي؛امریکا سره د احتمالي هوکړې پر سر د خبرو لپاره دوحې ته تللي

رویټرز خبري آژانس خبر ورکړی چې یو ایرانی لوړپوړی پلاوی د قطر له لومړي وزیر سره د امریکا د احتمالي هوکړې او ځینو مهمو مسایلو په اړه د خبرو لپاره دوحې ته تللی.

د خبر له مخې، په دې پلاوي کې د ایران د پارلمان رئیس محمد باقر قالیباف او د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي شامل دی.

ویل کیږي، د دې خبرو تمرکز به د هرمز تنګي وضعیت، د ایران د لوړو غني شویو یورانیمو زېرمو او د کنګل شوو شتمنیو د خوشې کېدو پر موضوع وي.

سرچینې زیاتوي چې د ایران د مرکزي بانک مشر هم په دې پلاوي کې ګډون لري، څو د هغو پیسو په اړه خبرې وکړي چې د احتمالي وروستۍ هوکړې برخه ګڼل کېږي.

دا خبرې د امریکا او ایران ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو او د یوې سیاسي حل لارې د موندلو لپاره مهم ګام بلل کېږي.

د طالبانو حکومت:په تېرو دوو اوونیو کې لسګونه زره قاچاقي توکي نیول شوي

د طالبانو د حکومت د ګمرکونو لوی ریاست وایي، په تېرو دوو اوونیو کې یې د ننګرهار، کندهار، هلمند او نیمروز ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې لسګونه زره قاچاقي توکي نیولي دي.

د دغه ریاست په وینا، یاد توکي له ګمرکي محصول پرته افغانستان ته راوړل کېدل او په غیرقانوني ډول هېواد ته داخل شوي وو.

د معلوماتو له مخې، په نیول شویو توکو کې څه باندې ۲۲ زره انساني طبي درمل هم شامل دي چې له پاکستانه افغانستان ته قاچاق شوي وو.

دا په داسې حال کې ده چې د تېر کال له اکټوبر میاشتې راهیسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ ځمکنۍ سوداګري او راکړه ورکړه بنده شوې ده.

راپورونه ښيي، د افغانستان بازارونه، چې تر ډېره پر پاکستاني تولیداتو تکیه لري، اوس د ګڼو اړتیا وړ توکو له کمښت او بحران سره مخ دي.

سره له دې، د ځمکنۍ سوداګرۍ له بندېدو وروسته هم وخت ناوخت له پاکستانه په پټه او غیرقانوني ډول توکي افغانستان ته راوړل کېږي.

ایرانۍ رسنۍ: په دغه هېواد کې به د انټرنېټ محدودیتونه ډېر زر عادي شي

ایراني رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد به ډېر زر بېرته د انټرنېټ له نړیوالې شبکې سره وصل شي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د انټرنېټ او مجازي چارو د همغږۍ ادارې په څلورمه غونډه کې د نړیوال انټرنېټ د بېرته نښلېدو پرېکړه تصویب شوې ده چې د تایید لپاره ولسمشر مسعود پزشکیان ته لېږل شوې.

د ایران حکومت د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې په دغه هېواد کې د لاریونونو، امنیتي وضعیت او د امریکا او اسرائیل له بریدونو وروسته پر انټرنېټ پراخ محدودیتونه لګولي.

د ایران حکومت په دې کار سره غوښتل د اعتراضونو، جګړې او امنیتي پېښو اړوند معلومات او ویډیوګانې محدودې کړي او د خلکو اړیکې له نړۍ سره کمزورې کړي.

د راپورونو له مخې، حکومت ځینو دولتي ادارو او ځانګړو کسانو ته محدود انټرنېټ پرې ایښی و، خو عام خلک لا هم له سختو محدودیتونو سره مخ دي.

اقتصادي راپورونه ښيي چې د انټرنېټ دغو بندیزونو د ایران اقتصاد ته میلیاردونه ډالره زیان اړولی او د انلاین سوداګرۍ کچه په کې په پراخه توګه راکمه شوې ده.

المپیک؛کابل کې د ۶۰۰ ورزشکارانو لوبې پای ته ورسېدې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د سوک وهنې ملي فدراسیون له لوري د کابل ولایت د سوک وهنې ټاکنیزې سیالۍ د ۶۰۰ ورزشکارانو په ګډون په بریالیتوب سره پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې له دوو اوونیو سیالیو وروسته ۲۶ غوره ورزشکاران د کابل ولایت د سوک وهنې ټاکنیزې لوبډلې ته غوره شول.

یادې سیالۍ د دې لپاره ترسره شوې وې چې د کابل ولایت لپاره تر ټولو وړ او استعداد لرونکي سوک وهونکي وپېژندل شي او راتلونکو ملي سیالیو ته چمتو شي.

عظمت الله عمرزی:له پنجاب کېنګز سره مې نه هېرېدونکی فصل درلود

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ټولچاري لوبغاړي د هند غوره لیګ د ګروپي پړاو له پای ته رسېدو وروسته له خپلې اړوند پنجاب کېنګر لوبډلې او مینه‌والو مننه کړې ده.

عظمت‌الله عمرزي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، له پنجاب کنګز سره یې یو «نه هېریدونکی فصل» درلود او د لوبډلې له ادارې، روزونکو، مرستندویه کارکوونکو، ملګرو لوبغاړو او مینه ‌والو یې ځانګړې مننه کړې ده.

هغه ویلي، د لوبډلې مینه‌ وال د ټول سفر پر مهال ورسره ولاړ وو او د دوی ملاتړ یې کاوه.

عظمت‌الله عمرزی د آی پي اېل ۲۰۲۶ فصل کې هم د پنجاب کېنګز لپاره په محدودو سیالیو کې ولوبېد او د لوبډلې په بریاوو کې یې مهم رول ادا کړ.

په ټوله کې عمرزي ته د پنجاب په درې لوبو کې چانس ورکړل شو چې د درې لوبو په دوه پاڼیو کې ۵۲ منډې وکړې او په درې پاڼیو کې یې درې وېکټې ترلاسه کړې.

د آی پي اېل په سږني پړاو کې د عظمت الله عمرزي او پنجاب کېنګز لوبډلې سفر پلی آف ته د راجستان رایلز لوبډلې په لارموندنې پای ته ورسېد.