سه شنبه, مې 26, 2026
Home Blog

تازه خبر؛د هېواد پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له متحده عربي اماراتو وتلی

د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني دوو نږدې سرچینو بي‌بي‌سي ته ویلي، چې نوموړی له متحده عربي اماراتو وتلی او دا مهال په یوه خوندي ځای کې دی.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې اشرف غني د لوی اختر په مناسبت له شاوخوا شپږو میاشتو چوپتیا وروسته ولس ته پیغام خپور کړی.

هغه په اېکس کې لیکلي، که څه هم په دې موده کې یې غږ خلکو ته نه رسېده؛ خو زړه یې هېڅکله له ولسه لرې نه و.

تر اوسه څرګنده نه ده چې نوموړی کوم هېواد ته تللی؛ خو احتمال دی چې هغه لبنان ته تللی.

د یادونې ده چې هغه له ۲۰۲۱ کال راهیسې، پر افغانستان د طالبانو حکومت له واکمنېدو وروسته، په متحده عربي اماراتو کې د سیاسي پناه غوښتونکي په توګه ژوند کاوه.

د هند او افغانستان سيالۍ؛دغه سیالۍ اریانا تلویزیون په قانوني ډول خپروي

د هند او افغانستان ترمنځ راتلونکې یوازینۍ ټیسټ لوبه او د درې یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ په کور دننه له اریانا تلویزیون څخه په ژوندۍ او قانوني بڼه نشریږي.

یاده ټیسټ لوبه د جون په پنځمه هند کې پیلېږي.

آیرلېنډ؛د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۳ میلیونه یورو مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې آیرلېنډ هېواد د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۳ میلیونه یورو مرسته کړې ده.

اوچا نن سه‌شنبه (غبرګولي ۵مه) په خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې د دغې مرستې ارزښت شاوخوا ۳.۴۴ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي، د آیرلېنډ دا مرسته به په افغانستان کې د بشري مرستو د بهیر په پیاوړتیا او اړمنو خلکو ته د مرستو په رسولو کې مهم رول ولوبوي.

دا مرسته په داسې حال کې کېږي چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازو له طالب چارواکو سره په لیدنه کې د بشري مرستو د کمښت او د مالي ملاتړ د اړتیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

د روسیې د فدرالي امنیتي ادارې مشر؛ ایران ته د لوېدیځو سایبري ګواښونو خبرداری ورکړ

د روسیې د فدرالي امنیتي ادارې (اېف اېس بي) مشر الېکسانډر بورتنیکوف خبرداری ورکړی چې ایران ښايي د لوېدیځو هېوادونو له سایبري ګواښونو سره مخ شي او وروستۍ پېښې یې د خطر زنګ بللی.

نوموړي د خپلواکو هېوادونو د ګډې ټولنې (سي آی اېس) د امنیتي او ځانګړو خدماتو ادارو د مشرانو غونډې ته ویلي، وروستیو پېښو دا وښوده چې سایبري بریدونه او ټکنالوژیکي نفوذ کولی شي جدي امنیتي خطرونه رامنځته کړي.

بورتنیکوف ادعا کړې چې د امریکا او اسرائیل اتحاد د ایران د لوړپوړو چارواکو د «له منځه وړلو» لپاره د تهران د ویډیویي څار سیسټمونو له «پټو سافټوېري لارو» څخه د موقعیت معلومات ترلاسه کړي وو.

بورتنیکوف همداراز ویلي چې لوېدیځې استخباراتي ادارې ښايي په ایران پورې اړوند شخړو کې په سوریه کې موجود سختدریځ وسله‌وال د «نیابتي ځواکونو» په توګه وکاروي.

نوموړي اندېښنه ښودلې چې د ایران د روان کړکېچ له امله ښايي د جهادي افکارو د ملاتړو فعالیتونه د (سي آی اېس) هېوادونو ته نږدې سیمو کې هم زیات شي.

دا په داسې حال کې ده چې دا مهال د ایران او امریکا د کړکېچ له امله د سیمي د هېوادونو وضعیت هم ناکراره دی او مشران یې پایلو ته په اندېښنه کې دي.

ریچارډ لېنډسي د لوی اختر په مناسبت؛ هیله لرم اختر د افغانانو کورنیو ته آرامي او ټولنو ته یووالی راوړي

د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي ریجارډ لېنډسي د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د افغانستان خلکو ته د مبارکۍ پیغام ورکړی او د سولې او ښه راتلونکې هیله یې څرګنده کړې ده.

نوموړي په خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «د لوی اختر په مناسبت د افغانستان ټولو خلکو ته خپلې نېکې هیلې وړاندې کوم.»

لېنډسي همداراز هیله څرګنده کړې چې دا اختر به افغان کورنیو ته آرامي، ټولنو ته یووالی او د تلپاتې سولې، روښانه او سوکاله راتلونکې لپاره نوې هیلې راوړي.

هغه په داسې حال کې دا پیغام خپور کړی چې د لوی اختر په راتګ سره افغانستان لا هم له اقتصادي ستونزو، بشري بحران او سیاسي ننګونو سره مخ دی او ګڼ افغانان د ښه او باثباته راتلونکې هیله لري.

په همدې حال کې سبا د افغانستان او اسلامي هېوادونو په ګډون په ټوله نړۍ کې مسلمانان د لوی اختر لومړۍ ورځ لمانځي.

رحمت الله نبیل: ښایي ایران ډېر زر د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني

د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل وایي، د معلومات له مخې یې «احتمال لري ایران په نږدې راتلونکي کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.»

ښاغلي نبیل په خپله اېکس پاڼه لیکلي:
د ایران دا اقدام به د اصولو له مخې نه؛ بلکې د جیوپولېټیکي معاملو او د یو تپل شوي واقعیت د منلو له امله وي.

نوموړي همداراز خبرداری ورکړی چې د یو داسې حکومت په رسمیت پېژندل چې ښځې یې ځپلي، آزادي یې تر پښو لاندې کړې او افغانستان یې تاریخي نزوا ته بېولی، نه ثبات راوړلی شي او نه مشروعیت.

رحمت الله نبیل پر اېکس په لیکلي یادښت کې زیاته کړې چې دا ډول کړنې یوازې بحران لا پسې ژوروي او د افغانستان خلک تر هر څه ډېر د سیمه یزو لوبو قرباني کوي.

په همدې حال کې ایران یو له هغو هېوادونو دی چې پر افغانستان د طالبانو حکومت له واکمنېدو راهیسې یې ورسره ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې دوامداره ساتلي او همداراز یو له لومړنیو هېوادونو وو چې په تهران کې یې د طالبانو استازی ومانه.

ایران؛د امریکا او تهران ترمنځ د ۱۴ مادو تفاهم‌لیک راپور رد کړ

د ایران دولتي خبري اژانس صداوسیما د العربیه شبکې هغه راپور رد کړی چې ګواکې د ایران او امریکا ترمنځ د ۱۴ مادو لرونکی د تفاهم یادښت موجود دی.

العربیه ویلي وو، د احتمالي هوکړې په مسوده کې د هرمز تنګي بیا پرانیستل، د اټومي مذاکراتو پیل او د ایران د کنګل شویو شتمنیو د ازادېدو څرنګوالی شامل دي.

صداوسیما ويلي چې د ايران رسمي سرچینو دا ټول موارد رد کړي او ټینګار یې کړی چې داسې کوم تفاهم‌لیک شتون نه لري.

هند غوره لیګ؛نن د ګجرات او بنګلور ترمنځ کوالیفایر لوبه ترسره کیږي

د هند غوره لیګ (ای‌پي‌اېل) د روان پړاو سیالۍ د وروستیو څلورو غوره لوبډلو مرحلې ته رسېدلي، نن ماښام به د بنګلور او ګجرات لوبډلې په لومړۍ کوالیفایر لوبه کې یو د بل پر وړاندې سیالي وکړي.

د دې لوبې ګټونکې لوبډله به نېغ په نېغه پایلوبې ته لار ومومي؛ خو بایلونکې لوبډله به لا هم د لوبو له ډګر بهر کېږي نه، دغه لوبډله به بله لوبه لوبه کې د حیدراباد او راجستان ترمنځ د ایلمېنېټر سیالۍ له ګټونکې لوبډلې سره مخامخ شي.

له همدې امله نننۍ لوبه د دواړو لوبډلو لپاره ځانګړی ارزښت لري ځکه بریا یې پایلوبې ته رسوي او ماتې یې د اتلولۍ لپاره وروستي فرصت ته پرېږدي.

د ایران مذهبي مشر:اسلامي امت دې د امریکا او اسرائیل پر ضد یو موټی پاتې شي

د ایران مذهبي مشر ايت‌الله سید مجتبی خامنه‌يي د لوی اختر او حج په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، د اسلامي امت راتلونکی د «نوین اسلامي تمدن» پر لور روان دی او مسلمانان کولای شي د خپلې وړتیا او مسئولیت له مخې د دې راتلونکې په جوړولو کې ونډه واخلي.

هغه د «برائت از مشرکین» موضوع ته په اشارې سره ویلي، سږ کال د امریکا او اسرائیلو پر ضد دریځ ځانګړی اهمیت لري او دا مخالفت یوازې د حج تر مراسمو محدود نه دی، بلکې په اسلامي نړۍ کې به پراخ دوام ولري.

خامنه‌يي د ایران د وسلوالو ځواکونو او د مقاومت جبهې د فعالیتونو ستاینه هم کړې او ویلي چې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو له لارې امریکا او اسرائیل په نښه شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، د «الله اکبر» شعار د اسلامي امت او د مقاومت د جبهې ترمنځ د یووالي لامل شوی او دا اړیکې له ایران، لبنان او فلسطین څخه تر عراق، سوریې، یمن، افغانستان او پاکستان پورې پراخې شوې دي.

پاکستان او چین؛په يوه ګډه اعلاميه کې د افغانستان په اړه د نږدې اړیکو پر دوام ټینګار کړی

پاکستان او چین په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي چې دواړه هېوادونه به د افغانستان اړوند موضوعاتو کې خپلو نږدې اړیکو او همغږۍ ته دوام ورکړي.

په اعلامیه کې د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۲۰۲۶ کال د اپرېل میاشتې درې‌اړخیزې خبرې مهمې بلل شوې او بیجینګ د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د هڅو ملاتړ کړی دی.

دواړو هېوادونو همداراز د سي‌پېک پروژې، د ګوادر بندر پراختیا، سوداګرۍ، کرنې، انرژۍ، مصنوعي ځیرکتیا او امنیتي همکاریو په برخو کې د ګډ کار پر پراختیا ټینګار کړی دی.

اعلامیه زیاتوي چې د ترهګرۍ ضد مبارزه، سیمه‌ییز ثبات او د منځني ختیځ وضعیت هم د دواړو لورو د خبرو مهم محورونه وو.