دوشنبه, مې 25, 2026
Homeکورپاڼهد چین د بهرنیو چارو وزارت:د وانګ‌يي او عاصم منیر په لیدنه...

د چین د بهرنیو چارو وزارت:د وانګ‌يي او عاصم منیر په لیدنه کې د پیاوړو اړیکو پر دوام ټینګار وشو

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند لين جيان ویلي، چې د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزير وانګ‌يي په بېجینګ کې د پاکستان د پوځ له مشر عاصم منير سره کتلي دي.

د لين جيان په وینا، سږ کال د چین او پاکستان ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو د جوړېدو ۷۵مه کلیزه ده او د نړیوالو او سیمه‌ییزو بدلونونو باوجود د دواړو هېوادونو اړیکې تل پیاوړې پاتې شوې دي.

لين جيان ټینګار کړی چې بیجینګ او اسلام‌اباد ستراتیژیک شریکان دي او دواړه هېوادونه به خپلو نږدې همکاریو ته دوام ورکړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here