د ملي امنیت پخوانی رئیس رحمت الله نبیل وایي، د معلومات له مخې یې «احتمال لري ایران په نږدې راتلونکي کې د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژني.»
ښاغلي نبیل په خپله اېکس پاڼه لیکلي:
د ایران دا اقدام به د اصولو له مخې نه؛ بلکې د جیوپولېټیکي معاملو او د یو تپل شوي واقعیت د منلو له امله وي.
نوموړي همداراز خبرداری ورکړی چې د یو داسې حکومت په رسمیت پېژندل چې ښځې یې ځپلي، آزادي یې تر پښو لاندې کړې او افغانستان یې تاریخي نزوا ته بېولی، نه ثبات راوړلی شي او نه مشروعیت.
رحمت الله نبیل پر اېکس په لیکلي یادښت کې زیاته کړې چې دا ډول کړنې یوازې بحران لا پسې ژوروي او د افغانستان خلک تر هر څه ډېر د سیمه یزو لوبو قرباني کوي.
په همدې حال کې ایران یو له هغو هېوادونو دی چې پر افغانستان د طالبانو حکومت له واکمنېدو راهیسې یې ورسره ډیپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې دوامداره ساتلي او همداراز یو له لومړنیو هېوادونو وو چې په تهران کې یې د طالبانو استازی ومانه.

