د افغانستان لپاره د برېټانیا ځانګړي استازي ریجارډ لېنډسي د لوی اختر د رارسېدو په مناسبت د افغانستان خلکو ته د مبارکۍ پیغام ورکړی او د سولې او ښه راتلونکې هیله یې څرګنده کړې ده.
نوموړي په خپلې اېکس پاڼې لیکلي: «د لوی اختر په مناسبت د افغانستان ټولو خلکو ته خپلې نېکې هیلې وړاندې کوم.»
لېنډسي همداراز هیله څرګنده کړې چې دا اختر به افغان کورنیو ته آرامي، ټولنو ته یووالی او د تلپاتې سولې، روښانه او سوکاله راتلونکې لپاره نوې هیلې راوړي.
هغه په داسې حال کې دا پیغام خپور کړی چې د لوی اختر په راتګ سره افغانستان لا هم له اقتصادي ستونزو، بشري بحران او سیاسي ننګونو سره مخ دی او ګڼ افغانان د ښه او باثباته راتلونکې هیله لري.
په همدې حال کې سبا د افغانستان او اسلامي هېوادونو په ګډون په ټوله نړۍ کې مسلمانان د لوی اختر لومړۍ ورځ لمانځي.

