د هند غوره لیګ (ایپياېل) د روان پړاو سیالۍ د وروستیو څلورو غوره لوبډلو مرحلې ته رسېدلي، نن ماښام به د بنګلور او ګجرات لوبډلې په لومړۍ کوالیفایر لوبه کې یو د بل پر وړاندې سیالي وکړي.
د دې لوبې ګټونکې لوبډله به نېغ په نېغه پایلوبې ته لار ومومي؛ خو بایلونکې لوبډله به لا هم د لوبو له ډګر بهر کېږي نه، دغه لوبډله به بله لوبه لوبه کې د حیدراباد او راجستان ترمنځ د ایلمېنېټر سیالۍ له ګټونکې لوبډلې سره مخامخ شي.
له همدې امله نننۍ لوبه د دواړو لوبډلو لپاره ځانګړی ارزښت لري ځکه بریا یې پایلوبې ته رسوي او ماتې یې د اتلولۍ لپاره وروستي فرصت ته پرېږدي.

