د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې آیرلېنډ هېواد د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۳ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
اوچا نن سهشنبه (غبرګولي ۵مه) په خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې د دغې مرستې ارزښت شاوخوا ۳.۴۴ میلیونه ډالرو ته رسېږي.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې ویلي، د آیرلېنډ دا مرسته به په افغانستان کې د بشري مرستو د بهیر په پیاوړتیا او اړمنو خلکو ته د مرستو په رسولو کې مهم رول ولوبوي.
دا مرسته په داسې حال کې کېږي چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازو له طالب چارواکو سره په لیدنه کې د بشري مرستو د کمښت او د مالي ملاتړ د اړتیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه.

