سه شنبه, مې 26, 2026
Home Blog Page 2

د ایران مذهبي مشر:اسلامي امت دې د امریکا او اسرائیل پر ضد یو موټی پاتې شي

د ایران مذهبي مشر ايت‌الله سید مجتبی خامنه‌يي د لوی اختر او حج په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي، د اسلامي امت راتلونکی د «نوین اسلامي تمدن» پر لور روان دی او مسلمانان کولای شي د خپلې وړتیا او مسئولیت له مخې د دې راتلونکې په جوړولو کې ونډه واخلي.

هغه د «برائت از مشرکین» موضوع ته په اشارې سره ویلي، سږ کال د امریکا او اسرائیلو پر ضد دریځ ځانګړی اهمیت لري او دا مخالفت یوازې د حج تر مراسمو محدود نه دی، بلکې په اسلامي نړۍ کې به پراخ دوام ولري.

خامنه‌يي د ایران د وسلوالو ځواکونو او د مقاومت جبهې د فعالیتونو ستاینه هم کړې او ویلي چې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو له لارې امریکا او اسرائیل په نښه شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، د «الله اکبر» شعار د اسلامي امت او د مقاومت د جبهې ترمنځ د یووالي لامل شوی او دا اړیکې له ایران، لبنان او فلسطین څخه تر عراق، سوریې، یمن، افغانستان او پاکستان پورې پراخې شوې دي.

پاکستان او چین؛په يوه ګډه اعلاميه کې د افغانستان په اړه د نږدې اړیکو پر دوام ټینګار کړی

پاکستان او چین په یوې ګډې اعلامیې کې ویلي چې دواړه هېوادونه به د افغانستان اړوند موضوعاتو کې خپلو نږدې اړیکو او همغږۍ ته دوام ورکړي.

په اعلامیه کې د چین، افغانستان او پاکستان ترمنځ د ۲۰۲۶ کال د اپرېل میاشتې درې‌اړخیزې خبرې مهمې بلل شوې او بیجینګ د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا لپاره د هڅو ملاتړ کړی دی.

دواړو هېوادونو همداراز د سي‌پېک پروژې، د ګوادر بندر پراختیا، سوداګرۍ، کرنې، انرژۍ، مصنوعي ځیرکتیا او امنیتي همکاریو په برخو کې د ګډ کار پر پراختیا ټینګار کړی دی.

اعلامیه زیاتوي چې د ترهګرۍ ضد مبارزه، سیمه‌ییز ثبات او د منځني ختیځ وضعیت هم د دواړو لورو د خبرو مهم محورونه وو.

د هند او افغانستان لوبې؛افغان کرکټ ملي لوبډله سبا هند ته سفر کوي

له افغان کرکټ بورډ څخه باوري سرچینې حماسه ميډيا ته تایید کړه چې د هند خلاف راتلونکې ټیسټ لوبې ته افغان لوبډله سبا د اختر په لومړۍ ورځ هند ته ځي.

افغان لوبډله په يواځينۍ ټیسټ لوبه کې د جون په پنځمه نېټه له هند سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.

ډونالډ ټرمپ:د ایران غني شوي یورانیم باید امریکا ته ولېږدول شي او یا کوم بل ځای نابود کړل شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، د ایران غني شوي یورانیم باید یا سمدستي امریکا ته ولېږدول شي او له منځه یووړل شي، او یا هم د ایران له همغږۍ سره په بل ځای کې نابود کړل شي.

ټرمپ په خپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشیال کې لیکلي چې دا بهیر باید د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې تر څارنې لاندې ترسره شي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي چې امریکايي چارواکي وایي، له ایران سره د یوه لومړني تړون لپاره خبرې روانې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي، په قطر کې د دواړو لورو ترمنځ مذاکرات دوام لري او د تړون پر ابتدایي متن بحثونه روان دي.

نوموړي زیاته کړې چې د وروستي توافق بشپړېدل ښایي څو ورځې وخت ونیسي.

بلخوا، الجزیرې راپور ورکړی چې د قطر په منځګړیتوب د امریکا او ایران ترمنځ د تهران د کنګل شویو شتمنیو په اړه یو تفاهم رامنځته شوی او امکان شته ژر اعلان شي.

په همدې حال کې، د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سینټکام) ویلي، ځواکونو یې د هرمز تنګي ته نږدې په ایران کې ځینې هدفونه په نښه کړي دي.

ایراني رسنیو هم د سپاه پاسداران د یو شمېر غړو د وژل کېدو خبر ورکړی.

راشد خان:کله، کله له ځان سره فکر کوم دا چیرته رسېدلی یم، چیرته وم او څنګه دومره لرې راغلم؟

افغان لوبغاړی راشد خان د خپل سفر او لوبیز ژوند څخه ډیر متاثر دی او هغه خپل ځان دې موقف او حالت کې لیدل یو ډیر غوره حس ګڼي.

راشد خان وروستي کلیپ کې ويلي:« اوس چې زه دې لوبغالو کې لوبیږم، هغه لوبغالي چې له نندارچیانو ډک وي د لوبو منځ کې چې ورته ګورم جلا او خوندور احساس راکوي.»

خان په هند غوره لیګ کې د لوبیدنې تر څنګ د بريالي لوبیدنې په پار ویلي:« که تېر لس یا دولس کاله وګورئ چې لا به یې فکر هم نه و کړی چې له افغانستان به یو څوک راځي او اې‌پي‌ایل کې به لوبیږي، دا زما لپاره لویه لاسته راوړنه ده، دا د یو رښتیا شوي خوب په څېر دی، چې دومره لوړ ځای کې لوبیږم او ښه ځلیږم»

مولوي محمد يعقوب مجاهد؛نړيوال امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره مسکو ته ولاړ

د طالبانو د حکومت د ملي دفاع وزیر، مولوي محمد یعقوب مجاهد، د روسیې په کوربتوب د نړۍوال امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره مسکو ته سفر کړی دی.

دغه کنفرانس چې ټاکل شوې د مې میاشتې له ۲۶مې تر ۲۹مې پورې دوام وکړي، د نړۍ د ګڼو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون ترسره کېږي.

د غونډې اصلي موضوعات سیمه‌ییز امنیت، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه، او د هېوادونو ترمنځ امنیتي همکارۍ بلل شوي دي.

راپورونه ښيي چې د طالبانو حکومت استازي به په دې ناسته کې د افغانستان د امنیتي وضعیت، سیمه‌ییز ثبات او له نورو هېوادونو سره د همکاریو په اړه خپل دریځ وړاندې کړي.

سریلانکا کرکټ؛کوسال مېنډس د سریلانکا د کرکټ لوبډلې لوبډلمشر وټاکل شو

د سریلانکا هیواد تجربه لرونکی ویکټ ساتوونکی توپ وهوونکی کوسال مېنډس د یاد هیواد د شل اوریزو او ورځینو لوبو لوبډلمشر وټاکل شو.

مېنډس په لومړي ځل د ویسټ انډیز خلاف راتلوونکي لوبلړیو کې د لوبډلمشرۍ مسؤلیت ترلاسه کوي.

یاد سریلانکایې لوبغاړي (۷۳) ټېسټ، (۱۵۴) یو ورځنۍ او (۱۰۶) شل اوریزې لوبې ترسره کړي چې د سریلانکا هیواد له تجربه لرونکو او کلیدي لوبغاړو ګڼل کیږي.

مارکو روبیو:د هرمز په څېر سمندري تنګي به هر حالت کې پرانيستې پاتې شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبيو د ایران اړوند وروستیو بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، د سمندري تنګیو لارې باید خلاصې پاتې شي او په هر ډول به پرانیستې وساتل شي.

روبیو د قطر په منځګړیتوب د ایران او امریکا د مذاکراتو په اړه ویلي، د هوکړې د لومړني متن پر سر خبرې لا هم روانې دي او د نهایي متن بشپړول ښايي څو ورځې وخت ونیسي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې واشنګټن د سیمې د سمندري لارو د خوندیتوب او د نړیوالې سوداګرۍ د دوام لپاره خپلې هڅې جاري ساتي.

الجزیره:واشنګټن او تهران ښايي نن احتمالي تړون اعلان کړي

د الجزیرې د راپور له مخې، د قطر په منځګړیتوب د امریکا او ایران ترمنځ د تهران د کنګل شویو شتمنیو پر سر مهم تفاهم ته د رسېدو احتمال زیات شوی دی.

الجزیرې د خپلو سرچینو له قوله ویلي، چې په دوحه کې د ایراني لوړپوړي پلاوي او قطري چارواکو ترمنځ ترسره شویو خبرو کې د امریکا او ایران ترمنځ د مالي شتمنیو د ازادولو په تړاو پرمختګ شوی دی.

سرچینې الجزیرې ته ویلي، د ایران لپاره د دې موضوع د ځانګړي اهمیت له امله تمه کېږي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ احتمالي هوکړه ښايي نن، سه شنبه په رسمي ډول اعلان شي.

تر دې دمه واشنګټن او تهران په رسمي ډول د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي.

ډونالډ ټرمپ:د اوباما او جوبايډن حکومتونو ایران ته امتیازونه ورکول؛ خو ما خبرو ته حاضر کړ

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ټروت سوشیال کې د مصنوعي ځیرکتیا له لارې جوړ شوی انځور خپور کړی او د بارک اوباما او جو بایډن د دورې سیاستونه یې له خپلې دورې سره پرتله کړي دي.

ټرمپ لیکلي، په پخوانیو امریکايي حکومتونو کې ولسمشرانو له ایران سره د خبرو غوښتنه کوله، خو تهران به د پوځي اقدام ګواښونه کول؛ په داسې حال کې چې د نوموړي په وینا، دی و چې ایران یې وګواښه او وروسته تهران خبرو ته حاضر شو.

هغه همداراز د بارک اوباما یو بل مصنوعي انځور خپور کړی چې پکې د نغدو پیسو له یوې لویې زېرمې سره ښکاري.

ټرمپ ادعا کړې چې د اوباما سیاستونو د ایران په اړه د جګړې د رامنځته کېدو زمینه برابره کړې ده.