سمافور ويبپاڼې راپور ورکړی چې د امریکا د یوې دفاعي ټېکنالوژۍ شرکت او د سعودي عربستان د یوه شرکت په ګډه پانګونه ریاض ته نږدې د یوې فابریکې د جوړولو کار روان دی، څو د ایران د “شاهد” ډرونونو ته ورته جنګي بېپیلوټه الوتکې تولید کړي.
د راپور له مخې، دغه ډرونونه به شاوخوا ۱۵۰۰ کیلومتره واټن ویشتلی شي او هدف یې د سعودي عربستان د دفاعي او مخنیوي وړتیاوو پیاوړتیا ده.
سمافور زیاته کړې چې د دغو بېپیلوټه الوتکو تولید به یوازې د سعودي د کورنۍ اړتیا لپاره نه وي، بلکې متحدو هېوادونو ته د صادراتو پلان هم ورته جوړ شوی دی.

