د هېواد پخواني ولسمشر محمد اشرف غني د لوی اختر په مناسبت په خپل تفصیلي پیغام کې ویلي، افغانستان له یوه حساس او برخلیک ټاکونکي پړاو سره مخ دی او ملت باید د ژوند، ثبات او راتلونکي لپاره مهم انتخاب وکړي.
اشرف غني د اختر مبارکۍ ترڅنګ ویلي، افغانان دا اختر داسې مهال نمانځي چې په هېواد کې د وروستیو بمباریو او ناامنۍ له امله ګڼو کورنیو ته مرګژوبله اوښتې ده.
هغه د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې سیمه د پراخو بدلونونو پر لور روانه ده.
نوموړي ویلي، افغانستان په تېرو نږدې پنځو کلونو کې په بېسارې ډول منزوي شوی او ډېری هېوادونه اوس افغانستان ته د یوه عادي ګاونډي پر ځای د امنیتي اندېښنې په سترګه ګوري.
د هغه په وینا، د مشروعیت بحران او د خلکو له ارادې پرته واکمني د اوسني وضعیت اساسي ستونزې دي.
پخواني ولسمشر همداراز د بېوزلۍ، لوږې، وچکالۍ او اقلیمي بدلونونو اغېزو ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې افغان ولس د سختو اقتصادي فشارونو بار پر اوږو وړي.
هغه زیاته کړې چې د افغانستان ستونزې ازلي نه دي، بلکې د ناسمو انتخابونو پایله ده.
اشرف غني د ښځو او نجونو د زدهکړو پر اهمیت ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هېڅ ملت د ټولنې د نیمایي برخې له فعال حضور پرته پرمختګ نه شي کولی.
نوموړي ویلي، د نجونو له زدهکړو محرومیت او د ځوانانو نامعلوم راتلونکی د افغانستان اساسي ستونزې دي.
هغه له افغانانو غوښتي چې د هېواد د راتلونکي، مشروع نظام، سولې او ملي یووالي لپاره ملي بحث او تفاهم ته مخه کړي او زیاته کړې یې ده چې د افغانانو ترمنځ جګړه باید هېڅکله بیا تکرار نه شي.
اشرف غني په خپل پیغام کې ټینګار کړی چې د افغانستان د ثبات، اقتصادي پرمختګ او سوکالۍ لپاره ملي اجماع او د ملت اراده بنسټیز ارزښت لري.

