پنجشنبه, جون 18, 2026
Home Blog Page 270

امیرخان متقي؛د ترکيې د نوي ديپلوماتيک ماموريت له مشر سره کتلي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي د ترکيې د ديپلوماتيک ماموريت له نوي مشر سادين آی يلدیز سره د پېژندنې ناسته ترسره کړې.

د بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ليدنه کې د افغانستان او ترکيې ترمنځ د دوه‌اړخيزو اړيکو پر پراختيا خبرې شوې.

خبرپاڼه زياتوي چې امیرخان متقي د ترکيې د نوي ديپلوماتيک ماموريت مشر ته د دندې د بريا هيله څرګنده کړې او ويلي چې د افغانستان او ترکيې ترمنځ اړيکې مخ پر پياوړتيا دي.

په همدې حال کې، سادين آی يلدیز د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ښې بللې او د افغانستان سره د ترکيې د همکاريو پر پراخېدو، په ځانګړي ډول د اقتصاد او روغتيا په برخو کې ټينګار کړی.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر:د واشنګټن او تهران خبرې باید لومړی په ایران کې د معترضانو د ځپلو پر پای تمرکز وکړي

0

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر، ژان نوئل بارو ویلي چې د واشنګټن او تهران ترمنځ خبرې اترې باید په لومړي پړاو کې په ایران کې د معترضانو د ځپلو د پای ته رسولو پر موضوع متمرکزې وي، او وروسته دې نورو دوسیو ته، لکه اټومي او توغندیزو پروګرامونو ته پاملرنه وشي.

بارو ویلي چې دا اقدامات باید بې‌جزا پاتې نه شي، او له همدې امله فرانسې تېره اوونۍ قاطع پرېکړې کړې دي.

د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې، چې ایا د امریکا ولسمشر کولی شي د ایران د کورني وضعیت په تړاو په مذاکراتو کې مثبت رول ولوبوي که نه، بارو ویلي: «له زړه هیله لرم چې همداسې وي، ځکه د ایران خلک د ازادۍ حق لري، د درناوي حق لري، او دا حق لري چې د خپل راتلونکي په اړه پخپله پرېکړه وکړي.»

سهیل افریدی:د پاکستان فدرالي حکومت د خیبر پښتونخوا ۴۷۵۸میلیارده روپۍ قرضدار دی

0

د خېبر پښتونخوا وزیراعلی سهیل افریدي ویلي، د پاکستان فدرالي حکومت تر اوسه له خیبر پښتونخوا صوبې ۴۷۵۸ میلیارده روپۍ قرضدار دی، چې له امله یې د عامه خدمتونو پرمختګ اغېزمن شوی.

نوموړي په پېښور کې د ځوانانو د مشرانو کنوانسیون ته په وینا کې وویل، که دا پیسې ورکړل شي نو په صوبه کې به د ادارو موثریت او د خلکو خدمتونه نور هم پیاوړي شي.

افریدی زیاته کړې، چې قبایلي ضلعې که څه هم په ۲۰۱۸ کال کې په اداري توګه له خېبر پښتونخوا سره یوځای شوي، خو مالي ادغام لا هم نه دی شوی، چې دا د اساسي قانون خلاف عمل دی.

نوموړي د تیرا د سیمې لپاره د ۴ میلیارده روپیو مرستې دفاع کړې او ویې ویل چې د دغې مرستې پر سر شور جوړ شوی، خو د میلیاردونو روپیو د فساد پر وړاندې چوپتیا موجوده ده.

بلوڅ ازادي غوښتونکي پوځ؛د ښځینه جنګیالیو په ګډون پر پاکستاني پوځ هممهاله بریدونه پیل کړي

0

د بلوچ ازادي غوښتونکي وسله وال پوځ (BLA) ادعا کړې چې د بلوچستان د نوشکي ولسوالۍ د پاکستاني پوځ پر څو امنیتي پوستو او مرکزي قرارګاه و، یې همغږي بریدونه کړي او د ښار کنټرول یې ترلاسه کړی دی.

له سیمې خپرو شوو ویډیوګانو کې د BLA وسله وال، چې ښځې هم پکې شاملې دي، د SPG-82 په ګډون درنې وسلې کاروي او د پوځ پر کمپونو ډزې کوي.

راپورونه وایي چې په نوشکي کې نن څلورمه ورځ هم نښتې روانې دي او د ځانمرګو بریدونو وروسته وسله وال پر ځینو کمپونو دننه ورننوتي.

همدارنګه د پاکستان د استخباراتي ادارې ISI پر دفتر د برید ادعا هم شوې ده.

ځايي سرچینو ویلي، پاکستاني ځواکونه هڅه کوي بېرته د ښار کنټرول ترلاسه کړي، خو د اکمالاتو لارې یې پرې شوې دي.

د راپورونو له مخې د هوايي بریدونو له امله تر دې دمه د یوه ماشوم په ګډون لږ تر لږه ۱۱ ولسي وګړي وژل شوي دي.

وای‌نټ:ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندې د احتمالي پوځي اقدام لپاره زمینه برابروي

0

وای‌نټ په یو راپور کې ویلي، په اسراییل کې داسې اندېښنه شته چې ډونالډ ټرمپ هڅه کوي خپل سیاسي مشروعیت بشپړ کړي څو د ایران پر وړاندې د احتمالي نظامي اقدام لپاره زمینه برابره کړي.

راپور زیاتوي چې که خبرې ناکامه شي، ټرمپ به ووایي چې د خبرو بشپړه هڅه شوې؛ خو د ایران چارواکي سرسخت پاتې شوي، او اوس یواځینۍ لار د «سخت درس ورکول» ده.

ویل کېږي، ټرمپ غواړي د خبرو کانال تر وروستۍ اندازې پرمخ بوځي، خو که ایران د هغه شرایط ونه مني، نو په سخت اقدام غور کوي.

راپور وايي، د خبرو او احتمالي نظامي اقدام دقیق مهالویش نه دی څرګند؛ خو خبره د څو اونیو په اړه ده.

یوه جوړه، یو سنګر؛د پاکستاني پوځ پر ضد په مخامخ جګړه کې ښځه او خاوند وژل شوي

0

یاسمه بلوچ مشهوره په زرینه او وسیم بلوچ مشهور په زربار، چې خاوند او مېرمن وو، د بلوچستان د پسني په سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر ضد د څو ساعته لومړۍ کرښې جګړې وروسته وژل شوي.

دواړه د بلوچ ازادي غوښتونکي BLA غورځنګ د مجید بریګېډ غړي وو.

د معلوماتو له مخې، یاسمه بلوچ د ۱۹۹۷ کال د فبرورۍ په ۱۴مه د بلیده په الندور کې زېږېدلې وه او په ۲۰۲۲ کال کې یې وسله وال فعالیت پیل کړی و.

وسیم بلوچ بیا د ۱۹۹۲ کال د اپرېل په ۲۷مه د زامران په کلحدر کې زېږېدلی و او له ۲۰۱۴ کال راهیسې یې له دغه ډلې سره تړاو درلود.

دواړه د ۲۰۲۲ کال راهیسې د مجید بریګېډ غړي وو او په وروستيو عملیاتو کې په پسني سیمه کې د پاکستاني پوځیانو پر یوه نظامي قرارګاه د برید پر مهال په مخامخ جګړه کې ووژل شول.

د کډوالو ملاتړو ډلو؛د ټرمپ د ویزو بندیز تبعیضي بللی او قضايي عریضه یې وړاندې کړې

0

د کډوالو له حقونو ملاتړو ډلو د ټرمپ د ادارې د کډوالۍ نوې تګلاره تبعیضي بللې او د ۷۵ هېوادونو د وګړو د ویزو بندېدو پر وړاندې یې په امریکا کې رسمي قضايي عریضه وړاندې کړې ده.

د امریکا د کډوالۍ د حقونو مرکز ویلي چې دغه اقدام د کډوالو د اصولو سرغړونه ده او ګڼې کورنۍ به د قانوني کډوالۍ له پروسې بې برخې کړي.

په نوملړ کې د افغانستان، ایران، سوریې، یمن، عراق، بنګله‌دېش، سومالیا او د افریقا، اسیا او ختیځې اروپا څو نور هېوادونه شامل دي.

د دې ترڅنګ، واشنګټن په دې وروستیو کې د ویزو ګڼ شمېر غوښتنلیکونه لغوه کړي، چې زرګونه تحصیلي او مسلکي ویزې هم پکې شاملې دي.

مسعود پزشکیان:که شرایط مناسب وي، د ملي ګټو په چوکاټ کې د ایران–امریکا مذاکرات امکان لري

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان پر خپل اېکس لیکلي چې د سیمې د ملګرو هېوادونو د غوښتنې په غبرګون کې یې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مذاکرې وړاندیز ته د ځواب ورکولو لپاره د ایران د بهرنیو چارو وزیر ته لارښوونه کړې ده.

پزشکیان ویلي، که د خبرو فضا مناسبه وي، له ګواښونو او بې‌منطقه غوښتنو پاکه وي، نو باید د ایران ملي ګټو ته په پام سره د مذاکراتو زمینه برابره شي.

د هغه په وینا، دغه خبرې باید د عزت، حکمت او مصلحت پر بنسټ ترسره شي، څو د دواړو لورو لپاره عادلانه او منصفانه پایله تر لاسه شي.

ولسمشر زیاته کړې چې ایران د سیمه‌ییزو ملګرو هېوادونو د مشورو په رڼا کې غواړي د خپلو ملي ګټو ساتنې په موخه د خبرو اترو لپاره مناسبه فضا رامنځته کړي، او ډاډ ورکړی یې دی چې د هر ډول مذاکراتو پر مهال د هېواد د کرامت او استقلال ساتنه به لومړیتوب وي.

واشنګټن پوسټ:استانبول کې د ایران او امریکا ترمنځ غونډه کې د ډونالډ ټرمپ زوی هم ګډون کوي

0

یوې سیمه‌ییزې سرچینې واشنګټن پوسټ ته ویلي، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ زوی جرد کوشنر به هم په هغه لوړپوړي غونډه کې ګډون وکړي چې د ایران او امریکا د لوړپوړو چارواکو ترمنځ پلان شوې ده.

سرچینې ویلي چې د امریکا عربي او ترکي متحدین هڅه کوي د خبرو اترو ساحه یوازې د ایران پر اټومي پروګرام محدوده کړي، څو تهران وهڅوي چې په ځینو مهمو موضوعاتو هوکړه ومني.

د سرچینې په وینا، که خبرې ترسره شي، لومړی به د ایران د اټومي پروګرام پر موضوع تمرکز وشي، او وروسته به هڅه وشي چې د واشنګټن غیر اټومي غوښتنو لپاره هم نوښتګرې او عملي لارې پیدا شي.

په ورته وخت کې، یوه امریکايي چارواکي واشنګټن‌پست ته ویلي چې د استانبول غونډې د نهایي کېدو لپاره لا هم ډېر کار پاتې دی.

بنیامین نتنیاهو:اسراییل بېداره دی او هر ډول برید ته به سخت ځواب ورکړي

0

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د خپل هېواد په پارلمان کې ویلي چې اسراییل د هر ډول احتمالي وضعیت لپاره په بشپړ چمتووالي کې دی.

نوموړي په ځانګړې توګه د ایران پر احتمالي اقداماتو ټینګار کړی او ویلي چې هېواد یې په بې‌خبري کې نه دی.

نتنیاهو خبرداری ورکړی چې هر څوک چې د اسراییل پر خاوره برید وکړي، د نه زغملو وړ پایلو سره به مخ شي.

هغه زیاته کړې چې اسراییل د سیمې د ټولو بدلونونو څارنه په دقیق ډول کوي او هره سناریو یې په دقت او ژور تحلیل ارزولې ده.

نوموړي ټینګار کړی چې اسراییل به هېڅ ډول ګواښ بې‌ځوابه نه پرېږدي او د هر برید پر وړاندې به بې له ځنډه او کلک غبرګون وښيي.

نتنیاهو همداراز ویلي چې اسراییل د نړیوالې ټولنې له ټولو اړخونو سره اړیکې ساتي؛ خو د خپلې خاورې د دفاع لپاره هېڅ ډول خطر ته سترګې نه پټوي.