د بدخشان په نسي ولسوالۍ کې د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت اړوند یوه چورلکه د ناستې پر مهال د برېښنا له یوې پایې سره د ټکر له امله زیانمنه شوې ده.
د طالبانو د حکومت د دفاع وزارت ویاند عنایتالله خوارزمي هم ویلي، د ناستې پرمهال د چورلکې یو وزر له یوې پایې سره ټکر شوی او له امله یې چورلکه زیانمنه شوې خو په پېښه کې چاته زیان نه دی اوښتی.
بل لور، ځینې سرچینې ادعا کوي چې چورلکه د نسي ولسوالۍ په مرکز کې د جمعهخان فاتح د کسانو له لوري په ډزو په نښه شوې او راغورځېدلې ده. د دې ادعا له مخې، دغې چورلکې مهمات لېږدول او د برید له امله سقوط شوې.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د طالبانو
او د ناراضي قوماندان جمعه خان فاتح ترمنځ اړیکې یو ځل بیا خرابې شوي او په بدخشان کې د دواړو لورو ترمنځ وخت ناوخت نښتې ترسره کیږي.

