پنجشنبه, اگست 13, 2026
Homeبشري حقونهاسرایئلي ځواکونو سویلي لبنان کې د ملکي خلکو کورونه الوځولي او سوځولي...

اسرایئلي ځواکونو سویلي لبنان کې د ملکي خلکو کورونه الوځولي او سوځولي دي

د لبنان په سویلي سیمو کې اسرائیلي ځواکونو د مجدل زون او المنصوري ښارګوټو او شاوخوا درو کې د ملکي خلکو پر کورونو عملیات ترسره کړي دي چې ډېری کورونه یې سوځولي او په چاودېدونکو توکو الوځولي دي.

د راپورونو له مخې، اسرائیلي جنګي الوتکو پر المنصوري ښارګوټي په دوو پرله‌پسې څپو کې بریدونه کړي چې د چاودنو غږونه یې تر صور ښار پورې هم رسېدلي دي.

اسرائیلي پوځ تر دې وړاندې د المنصوري اوسېدونکو ته د سیمې د پرېښودو جبري امر هم صادر کړی و.

دغه عملیات په داسې حال کې ترسره شوي چې د اسرائیل او لبنان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو او د اسرائیلي ځواکونو د تدریجي وتلو لپاره د هوکړې د عملي کېدو خبرې روانې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here