د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) ویلي، اروپايي ټولنې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱۰ میلیونه یورو مرسته کړې ده.
اوچا د دې مرستې لپاره له اروپايي ټولنې مننه کړې او ویلي یې دي چې دغه مالي ملاتړ به په افغانستان کې له مخ پر زیاتېدونکو بشري اړتیاوو سره د مخامخ میلیونونو خلکو لپاره د ژوند ژغورونکو بشري مرستو د دوام زمینه برابره کړي.
اوچا د اروپايي ټولنې د مرستې په تړاو ویلي: «په ګډه، موږ په بشریت پانګونه کوو.»

