د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، قطري ښځې د خپل هېواد په پرمختګ او سوکالۍ کې مهمه ونډه لري او په زدهکړو او مهمو دندو کې حضور لري.
خلیلزاد د قطر د وضعیت پرتله له افغانستان سره کړې او ویلي یې دي چې د قطر له لوري د ښځو د ظرفیت کارول د طالبانو له هغې تګلارې «ډېر هوښیارانه» چلند دی چې ښځې یې له زدهکړو، کار او د ټولنې له ډېرو برخو محدودې کړې دي.
نوموړي پوښتنه کړې چې کله یو هېواد ډېر کارونه او ستونزې ولري، نو ایا ښه نه ده چې له خپل نیمایي انساني ظرفیت نه کار واخلي؟
خلیلزاد د قطر د پرمختګ او ثبات پایلو ته په اشارې ویلي چې د دغه هېواد وضعیت پخپله د ښځو د ونډې د اغېز څرګندونه کوي او په ورته وخت دغه هېواد د اسلام په پیروۍ کې ظاهري نندارې او ډراماتیک چلند نه کوي.

