جهادي مشر شیخ الحدیث والقران استاد عبدالرب رسول سیاف له افغانانو غوښتي، چې په اوسنیو حساسو شرایطو کې له اختلافپارونکو بحثونو او یو بل ته له سپکاوي کولو ډډه وکړي، او پر ملي یووالي تمرکز وکړي.
ښاغلي سیاف په یوه پیغام کې ټینګار کړی چې افغانستان دا مهال د یووالي او یو موټي کېدو ته جدي اړتیا لري، او هر ډول قومي او ژبني اختلافات کولای شي د خلکو ترمنځ واټن زیات کړي.
هغه زیاته کړې چې د ډیورنډ کرښې په څېر مهمې او بنسټیزې مسئلې باید هغه مهال وڅېړل شي چې هېواد بېرته عادي وضعیت ته وګرځي او ملت د پرېکړې مناسب فرصت ولري.
نوموړي همداراز له هېوادوالو غوښتي چې د یو بل درناوی وکړي او د ورورولۍ فضا وساتي، څو د ملي یووالي بنسټونه نور هم پیاوړي شي.

