د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنت ویلي، واشنګټن پلان لري چې پر ایران داسې اقتصادي اقدامات پلي کړي چې د یوه هېواد د اقتصادي منزوي کولو په تاریخ کې یې ساری نه وي لیدل شوی. هغه ویلي، د دغو اقداماتو نور جزئیات به راتلونکې اوونۍ اعلان شي.
بسنت له «نیوزمکس» سره په مرکه کې ویلي، د امریکا اقداماتو کې به د بېسارې اقتصادي انزوا ترڅنګ د هرمز تنګي د روانې محاصرې دوام هم شامل وي.
د نوموړي په وینا، د هرمز تنګي د محاصرې له دوام سره به د ایران بندرونو ته د توکو او مالونو د ننوتو او وتو مخه ونیول شي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې واشنګټن ویلي د ایران پر بندرونو د سمندري محاصرې د دوام وړتیا لري او د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسېت هم ویلي چې دغه محاصره حتی د نامعلومې مودې لپاره دوام کولی شي.

