جمعه, اگست 14, 2026
Homeافغانستانمتقي: د افغانستان یوازنۍ ستونزه د ښځو مسئله نه ده؛ له ۴۰...

متقي: د افغانستان یوازنۍ ستونزه د ښځو مسئله نه ده؛ له ۴۰ هېوادونو سره ډیپلوماټیکې اړیکې لرو

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي، په تېرو پنځو کلونو کې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه د نړیوالو نیوکو سربېره، په افغانستان کې له درې میلیونو ډېرې نجونې په ښوونځیو او مدرسو کې زده‌کړې کوي او ګڼې ښځینه سوداګرې په قانوني ډول فعالیت کوي.

متقي له بي‌بي‌سي- پښتو سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې د افغانستان مسئله یوازې د ښځو موضوع نه ده. نوموړي ادعا کړې چې له درې میلیونو ډېرې نجونې اوس په ښوونځیو او مدرسو کې زده‌کړه کوي او په ډېرو مدرسو کې عصري علوم هم تدریسېږي.

هغه زیاته کړې چې ګڼ شمېر ښځینه سوداګرې هم په قانوني ډول فعالیت کوي.

‎متقي د امنیتي وضعیت په اړه ویلي چې په تېرو پنځو کلونو کې له افغانستان هېڅ هېواد ته ګواښ نه دی پېښ شوی.
‎د هغه په وینا، پخوا د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د داعش مرکزونه موجود وو، خو اوس د هېواد په هېڅ برخه کې یو مرکز هم نشته.
‎متقي ادعا کړې:
‎«په یو اېنچ ځمکه هم کومه وسله واله ډله تسلط نه لري.»

‎نوموړي ټینګار کړی چې د طالبانو حکومت توانېدلی په افغانستان کې امنیت ټینګ کړي او د نورو هېوادونو پر وړاندې د ګواښونو د رامنځته کېدو مخه ونیسي.

‎د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر د رسمیت پېژندنې په اړه ویلي، افغانستان له ګڼو هېوادونو سره داسې عملي اړیکې لري چې د ده په تعبیر د رسمیت پېژندنې بڼه لري.

‎هغه ویلي، د طالبانو حکومت له واک ته رسېدو وروسته له هېوادونو سره د اړیکو د جوړولو لپاره هڅې کړي، ډیپلوماټان او په ځینو مواردو کې یې سفیران استولي او اقتصادي اړیکې یې هم پراخې کړې دي.

‎د متقي په وینا، د طالبانو حکومت اوس مهال د اروپايي هېوادونو په ګډون په ۴۰ هېوادونو کې په خپلو استازولیو کې استازي لري.
‎هغه ویلي:
‎«د رسمیت پېژندنې له اړخه یو عملي رسمیت پېژندنه ده او یو اعلاني. په عمل کې موږ له ډېرو هېوادونو سره همداسې اړیکې او تګ راتګ لرو لکه د رسمیت پېژندنې.»

‎متقي ادعا کړې چې د طالبانو حکومت د رسميت پېژندنې ټول معیارونه پوره کړي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here