د راپورونو له مخې، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په تازه څرګندونو کې ویلي چې د ژمنو ماتول، اقتصادي کلابندي او سیاسي ګواښونه د تهران او واشنګټن ترمنځ د خبرو اترو اساسي خنډونه جوړوي.
نوموړي د امریکا د سیاستونو په اړه ویلي چې نړۍ د دغه هېواد د ادعاوو او عملي کړنو ترمنځ ښکاره تضاد ویني.
په همدې حال کې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ښايي د دواړو هېوادونو پلاوي د جمعې په ورځ په اسلاماباد کې خبرې اترې ترسره کړي.

