د بدخشان د مرکز فیضاباد لپاره د طالبانو د حکومت ښاروال مولوي حبیبالرحمن منصور په یوه هدفي برید کې له خپلو ساتونکو سره وژل شوی دی.
د راپورونو له مخې، د هغه موټر د بدخشان د ولایت مقام له ودانۍ شاوخوا ۱۰۰ متره لېرې په نښه شوی.
د مقاومت په نوم جبهې د برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي چې دغه برید یې د طالبانو پر وړاندې د خپلو روانو هدفي عملیاتو په لړ کې ترسره کړی دی.
تر اوسه د طالبانو حکومت په رسمي ډول د پېښې په اړه جزئیات نه دي خپاره کړي.

