د بي بي سي د راپور له مخې، د کینیا په پلازمېنه نایروبي کې عالي محکمې پرېکړه کړې چې د افغانستان د ولسي جرګې پخوانی غړی ظاهر قدیر دې امریکا ته وسپارل شي.
راپور زیاتوي، چې د چهارشنبې په ورځ (اپرېل ۲۲مه) قاضي الکزاندر مټېټیو د ابتدايي محکمې هغه پرېکړه تائید کړه چې له مخې یې د ظاهر قدیر د سپارلو قانوني بنسټ برابر بلل شوی و.
د بي بي سي په حواله، پر ظاهر قدیر په نیویارک کې د نشهيي توکو د قاچاق او د وسلو د ناقانونه ساتلو تورونه لګېدلي دي، خو د نوموړي وکیلانو دا تورونه سیاسي بللي او رد کړي دي.
د معلوماتو پر بنسټ، د ظاهر قدیر وکیلانو اعلان کړی چې دوی به د دې پرېکړې پر ضد سترې محکمې ته عریضه وکړي، او د دې لپاره ورته یوه میاشت وخت ورکړل شوی دی.

