یکشنبه, مې 17, 2026
Home Blog Page 20

الجزیره:عباس عراقچي بیجینګ ته رسېدلی او له چینایي چارواکو سره د اوربند او هرمز تنګي په اړه خبرې کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر، عباس عراقچي، د امریکا سره د شخړې له پیل وروسته په خپل لومړي رسمي سفر کې چین ته رسېدلی او په بیجینګ کې له چینایي چارواکو سره خبرې کوي.

د الجزیرې د راپور له مخې، عراقچي له جګړې وروسته درې ځله د چین له بهرنیو چارو وزیر سره ټیلیفوني خبرې هم کړې دي.

د راپور له مخې، په دې سفر کې د خبرو مهم موضوعات د اوربند ساتل او د هرمز تنګي بیا پرانیستل دي، کوم چې چین هم ورته ځانګړې پاملرنه لري.

چین له یوې خوا د ایران د بندرونو د محاصرې له امله د امریکا پر اقداماتو نیوکه کړې، خو له بلې خوا یې د هرمز تنګي د بندېدو په اړه خپله اندېښنه هم څرګنده کړې ده.

الجزیرې ویلي، چې تهران هڅه کوي چې د چین دریځ روښانه کړي، په ځانګړي ډول دا چې که د هرمز تنګی بیا پرانستل شي یا نوي بندیزونه ولګول شي، چین به د ایران ملاتړ ته دوام ورکړي او که نه، په ملګرو ملتونو کې به څه دریځ خپل کړي.

مسعود پزشکیان:د زور او فشار لاندې خبرې نه منو، امریکا دې پوځي ګواښونه بند کړي

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د عراق له لومړي وزیر سره په خبرو کې ویلي، چې ایران د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې خبرو اترو ته چمتو دی، خو د زور او فشار تر سیوري لاندې هېڅ ډول مذاکرات نه مني.

پزشکیان د عراق له لومړي وزیره غوښتي، چې له امریکايي چارواکو سره په خپلو اړیکو کې هغوی ته دا سپارښتنه وکړي، څو په سیمه کې د پوځي ګواښونو له زیاتولو لاس واخلي او د تاوتریخوالي د کمولو لپاره هڅې وکړي.

هغه زیاته کړې، چې د ایران ځواک یوازې د دغه هېواد لپاره نه، بلکې د مسلمانانو او په ځانګړي ډول د شیعه ټولنې لپاره یو مهم ملاتړ بلل کېږي.

نوموړي ټینګار کړی، چې سیمه‌ییز ثبات او امنیت باید د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې تأمین شي، نه د پوځي فشارونو له لارې.

داعش خراسان:مولانا شیخ ادریس موږ وژلی

د «داعش-خراسان» ډلې د جمعیت علمای اسلام ګوند د مخکښ غړي او د اکوړه خټک د دارالعلوم حقانیه د استاد، مولانا محمد ادریس د وژل کېدو مسؤلیت منلی دی.

یادې ډلې په خپل ټېلګرام کې په یوه خپاره شوي بیان کې ادعا کړې چې د دوی جنګیالیو د خیبرپښتونخوا د چارسدې په سیمه کې د مولانا ادریس پر موټر برید ترسره کړی دی.

د راپور له مخې، په دغه برید کې نوموړی وژل شوی او له هغه سره دوه تنه ساتونکي ټپیان شوي دي.

د پاکستان حکومت تر اوسه د نوموړي د وژل کېدو په اړه څه نه دي ویلي.

د یادونې ده چې د مولانا ادریس وژل کېدو ګڼ غبرګونونه را پارولي دي.

منظور پښتین:خیبر پښتونخوا کې ناامني ورځ تر بلې زیاتېږي او حکومت هیڅ سنجیده تګلاره نه لري

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وایي، په خیبر پښتونخوا کې امنیتي وضعیت د اندېښنې وړ حد ته رسېدلی او هره ورځ بېلابېل قشرونه د تاوتریخوالي ښکار کېږي.

هغه دا څرګندونې د نامتو دیني عالم مولانا محمد ادریس د وژنې په غبرګون کې کړې دي او ویلي یې دي چې نوموړی یو دروند عالم و چې کلونه یې د دیني زده‌کړو خدمت کړی و.

پښتین د پېښې د هر اړخیزې څېړنې، د عاملینو د نیولو او سزا غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې دا ډول پېښې نه یوازې کورنۍ، بلکې ټولنه هم اغېزمنوي.

هغه زیاته کړې چې د امنیت د خرابېدو دوام د خلکو باور کمزوری کړی او حکومت باید په دې برخه کې عملي ګامونه واخلي.

پښتین ویلي چې په خیبر پښتونخوا کې وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي او زیاته کړې چې حکومت د دې ستونزې د حل لپاره هېڅ واضح او سنجیده تګلاره نه لري.

امریکایي رسنۍ:ډونالډ ټرمپ د جمهوري غوښتونکو د ټاکنو په بهیر کې د خپل نفوذ له نوې ازموینې سره مخ دی

امریکایي رسنۍ پولیټیکو راپور ورکړی چې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ نفوذ د جمهوري غوښتونکو په دننه کې د کاندیدانو د ملاتړ په برخه کې له جدي ازموینې سره مخ شوی دی.

راپور وایي، د مې میاشتې په لومړنیو ټاکنو کې د هغه له خوا ملاتړ شوي ګڼ کاندیدان لا هم په خپلو سیالیو کې واضح برلاسی نه لري.

راپور زیاتوي چې ټرمپ په څو ایالتونو لکه انډیانا، لویزیانا او کینټکي کې هڅه کوي هغه سیالان مات کړي چې له ده سره سیاسي اختلاف لري؛ خو د نظرسنجونو او مالي ملاتړ له مخې د هغه زیات شمېر انتخابونه تر اوسه قوي مخکښي نه لري.

شنونکي وايي دا وضعیت ښيي چې د جمهوري غوښتونکو ګوند دننه د ټرمپ سیاسي واک ورو ورو له ازموینې سره مخ کېږي، په داسې حال کې چې ځینې باور لري د هغه نفوذ د پخوا په څېر پیاوړی نه دی او د ګوند راتلونکی سیاسي لوری هم تر بحث لاندې دی.

ډونالډ ټرمپ:د ایران خلک بې وسلې دي، که وسله ولري؛ نو د خپل حکومت پر وړاندې مقاومت به وکړي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي چې د ایران خلک بې وسلې دي او د حکومت پر وړاندې د مقاومت لپاره کافي وسلې نه لري.

د هغه په وینا، که خلک وسله‌وال وای، نو ښايي د اوسني حکومت پر وړاندې یې جدي مقاومت کړی وای.

هغه زیاته کړې چې د وسلو نشتوالی د دې لامل شوی چې لوی شمېر خلک د حکومت پر وړاندې اغېزمنه مبارزه ونه شي کولای، او ادعا یې کړې چې په وروستیو دوو اونیو کې په ایران کې د نښتو له امله لسګونه زره کسان زیانمن شوي دي.

ټرمپ همدارنګه ویلي چې د هغه په باور که خلک وسلې ولري، نو کولای شي د هرې بلې ځواکمنې ډلې په څېر جګړه وکړي، خو په اوسني حالت کې دا امکان محدود دی.

ټي‌ټي‌پي:مولانا شیخ ادریس د پاکستان استخباراتي ادارې وژلی

تحریک طالبان پاکستان یا ټي‌ټي‌پي ډلې د خیبر پښتونخوا د مشهور دیني عالم شیخ ادریس د وژل کېدو په اړه په خپره شوې اعلامیه کې خواشیني څرګنده کړې او د هغه کورنۍ او پلویانو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کړي دي.

یادې ډلې ادعا کړې چې دا پېښه د پاکستان د استخباراتي ادارې له‌خوا یوه جوړه شوې دسیسه ده او ویلي چې دولتي بنسټونه د بهرنیو متحدینو د رضایت لپاره د دیني عالمانو پر ضد اقدامات کوي.

په ورته وخت کې ځینو سیاسي شنونکو هم دا پېښه د استخباراتي کړیو له فعالیتونو سره تړلې بللې او ویلي یې دي چې دا ډول هدفي وژنې مخکې هم تکرار شوې دي.

تر اوسه ددې برید مسولیت کومې ډلې نه دی منلی.

د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزیر:نړۍ دې د کارګرو موضوع نه سیاسي کوي

د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري د کارګرو نړیوالې ورځې په مناسبت په جوړې شوې غونډه کې ویلي، چې د کارګرو موضوع باید سیاسي نه‌شي او نړیوال دې له دې برخې سیاسي استفاده نه کوي.

نوموړي د کارګرو د ټولنې د بیا فعالېدو یادونه کړې او ویلي چې دا بنسټ به د کارګرانو د حقونو د دفاع لپاره یو مهم مرجع وي.

عمري ادعا کړې چې د پخواني نظام پر مهال له دې بنسټ څخه ناسمه استفاده کېدله، خو اوس یې د بیا رغونې هڅې روانې دي.

هغه ټینګار کړی چې د کارګرو د ستونزو حل ته کار کېږي، خو بل لور ته یو شمېر خلک لا هم د کاري فرصتونو له کمښت شکایت کوي.

ایران امریکا ته:هرمز تنګي کې روان کړکېچ نور موږ ته د زغملو نه دی

د هرمز تنګی په شاوخوا کې کړکېچ لا زیات شوی، او ایراني چارواکو امریکا ته سخت خبرداری ورکړی چې وضعیت نور د زغملو نه دی.

د ایران د پارلمان مشر محمد بافر قالیباف ویلي چې په سیمه کې نوې معادله رامنځته کېږي او که اوسنی حالت دوام وکړي، امریکا به له جدي ستونزو سره مخ شي.

نوموړي ټینګار کړی چې د انرژۍ او سوداګریزو لارو امنیت د امریکا او د هغې د متحدینو له لوري زیانمن شوی دی.

بل لور ته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «ازادۍ پروژې» په نوم عملیات پیل کړي، چې هدف یې د بندو شوو بېړیو د خوندي تګ راتګ تأمین دی؛ خو ایران خبرداری ورکړی چې هر هغه امریکایي پوځي بېړۍ چې تنګي ته نږدې شي، هدف به وګرځي.

راپورونه وایي چې په وروستیو ورځو کې د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه زیات شوي او د متحده عربي امارات په فجیره سیمه کې د تیلو پر تاسیساتو هم برید شوی دی.

جنوبي وزیرستان؛اعظم ورسک بازار کې چاودنې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د پاکستان پوځ وايي، ځواکونو یې د خیبرپښتونخوا ایالت په جنوبي وزیرستان کې پر یوې امنیتي پوستې د ځانمرګي برید هڅه شنډه کړې ده.

د راپورونو له مخې، بریدګر غوښتل له چاودېدونکو توکو ډک موټر د اعظم ورسک بازار ته څېرمه پوځي پوستې ته ورسوي، خو امنیتي ځواکونو مخکې له دې چې هدف ته ورسېږي، موټر په نښه کړ او له هدفه لېرې وچاودېد.

پولیسو ویلي چې په چاودنه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او شاوخوا ۱۲ نور ټپیان شوي، چې د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي دي.

همداراز نږدې ودانیو ته هم زیان اوښتی دی.

د یادونې ده چې په دې وروستیو کې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې امنیتي پېښې زیاتې شوې دي.