د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي چې په کابل او اسلاماباد کې د دواړو هېوادونو د ډیپلوماټیکو استازولیو په وضعیت کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.
نوموړي د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي، د پاکستان او افغانستان د سفیرانو د وضعیت په اړه د بدلون کومه پرېکړه نه ده شوې، او په دواړو هېوادونو کې سفارتونه په خپل عادي حالت کې فعالیت کوي.
هغه دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې پوښتنه وشوه آیا د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستیو پېښو له امله د سفارتونو په کچه کوم بدلون راغلی دی.
ویاند زیاته کړه چې د کابل او اسلاماباد د سفارتونو رسمي وضعیت هماغه دی چې مخکې و.

