پنجشنبه, جون 25, 2026
Homeکورپاڼهد امریکا سترې محکمې؛د پناه غوښتونکو په اړه د ټرمپ د ادارې...

د امریکا سترې محکمې؛د پناه غوښتونکو په اړه د ټرمپ د ادارې پالیسي تایید کړه

د امریکا سترې محکمې پرېکړه کړې چې د ټرمپ اداره کولای شي د امریکا ـ مکسیکو پر پوله هغه پالیسي بیا عملي کړي چې له مخې یې پناه غوښتونکي د امریکا خاورې ته له ننوتو مخکې بېرته ستنول کېږي.

محکمې ویلي، هغه کسان چې لا د مکسیکو په خاوره دي، د امریکا خاورې ته رسېدلي نه ګڼل کېږي او د پناه غوښتنې قانوني حق نه لري.

دا په داسې حال کې ده چې د ټرمپ ادارې په پراخه کچه د پناه غوښتنې د بهیر د محدودولو هڅې کړې دي او سترې محکمې ته یې ویلي وو چې غواړي د اړتیا په صورت کې د کډوالو د زیاتوالي پر مهال دغه پالیسي بېرته عملي کړي.

بل لور د بشري حقونو ملاتړو ډلو پر دې پرېکړه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې دا کار به د زرګونو پناه غوښتونکو لپاره ستونزې زیاتې کړي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here