ټاکل شوې چې د امریکا د ځمکنیو ځواکونو د اروپا او افریقا قوماندان، جنرال کریسټوفر ډوناهیو، د جولای په دویمه نېټه له خپلې دندې لرې شي.
نوموړی هماغه امریکايي جنرال دی چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په وروستیو کې یې د کابل له هوايي ډګره د وروستي امریکايي سرتېري په توګه وتل د نړۍ پام ځانته واړاوه.
د راپورونو له مخې، ډوناهیو له څه مودې راهیسې د امریکا د دفاع وزیر، پېټ هېګسېت، سره د نظر د اختلافونو له امله تر فشار لاندې و.
ویل کېږي چې د دفاع وزارت پرېکړه کړې، نوموړی به له ټاکلي وخت مخکې خپله دنده پرېږدي.
د وال سټریټ ژورنال د راپور له مخې، دا اقدام د هېګسېت د هغه اصلاحاتي پلان برخه ده چې موخه یې د امریکا په پوځ کې د جګپوړو جنرالانو او سمندري قوماندانانو شمېر کمول دي.
ډوناهیو په ۲۰۲۱ کال کې د امریکا د ۸۲مې هوايي لېوا قوماندان و او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په وروستیو عملیاتو کې یې مهم رول ترسره کړ.
د کابل په هوايي ډګر کې پوځي الوتکې ته د هغه د ختلو انځور د امریکا د شل کلن پوځي حضور د پای یوه تاریخي نښه بلل کېږي.

