د خیبر پښتونخوا د بنو په سرکلر سړک ناپېژاندو وسلهوالو د یوې خیریه موسسې پر امبولانس برید کړی چې له امله یې څلور کسان وژل شوي دي.
د ځايي سرچینو په وینا، دا پېښه د جمعې په سهار هغه مهال رامنځته شوه چې د عاشورا د لسمې ورځې د امنیت لپاره په ښار کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو.
ویل کېږي، دغه امبولانس د “کلتور” په نوم یوې ځايي خیریه ادارې پورې تړاو درلود.
تر اوسه د برید انګېزه نه ده روښانه شوې او پولیسو هم د پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
بنو، چې د خیبر پښتونخوا له جنوبي ولسوالیو څخه ده، په وروستیو کلونو کې د ګڼو خونړیو بریدونو شاهده پاتې شوې ده.
په دې سیمه کې بېلابېلې وسلهوالې ډلې وخت ناوخت پر امنیتي ځواکونو د بریدونو مسؤلیت پر غاړه اخلي.

