د ایټالیا لومړۍ وزیرې جورجیا میلوني ویلي، هېواد یې د ایران پر ضد په هېڅ پوځي عملیاتو یا جګړه کې ګډون نه دی کړی او په دې تړاو خپاره شوي راپورونه ناسم دي.
میلوني دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې چې د ناټو سرمنشي مارک روټه ویلي وو، د ایټالیا په ګډون ځینو اروپايي غړو هېوادونو امریکا ته اجازه ورکړې وه چې د ایران پر ضد عملیاتو لپاره له خپلو پوځي اډو استفاده وکړي.
هغې ټینګار وکړ چې د ناټو د سرمنشي څرګندونې د بېلابېلو موضوعاتو له ګډولو څخه رامنځته شوې وې او وروسته یې خپله خبره هم اصلاح کړې ده.
د ایټالیا لومړۍ وزیرې زیاته کړه، که هېواد یې په دغو عملیاتو کې ښکېل وای، نو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه نیوکې به بېمعنا وې چې د ایټالیا د نه ګډون له امله یې کړې وې.
په ورته وخت کې د ایټالیا د بهرنیو چارو وزیر انتونیو تایاني هم د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سید عباس عراقچي سره په ټیلیفوني خبرو کې ډاډ ورکړی چې د ایټالیا پوځي اډې د ایران پر ضد په عملیاتو کې نه دي کارول شوې.

