یکشنبه, اپریل 26, 2026
Home Blog Page 165

د جرمني DPA خبري اژانس:د ایران د مظاهرو په تاوتریخجن ځپلو کې بهرنۍ ملېشې ښکېل دي

0

د جرمني د ډي‌پي‌اې خبري اژانس د راپور له مخې، د ایران د خلکو د اعتراضونو په تاوتریخجن ځپلو کې بهرنیو ملېشو هم ګډون کړی دی.

د راپور له مخې، په تېرو لسو ورځو کې شیعه ملېشه ځواکونه، چې ښکاري ډېری یې د حزب‌الله غړي وي، له لبنان څخه وتلي او د زیارتي سفر تر عنوان لاندې لومړی عراق ته تللي دي.

تر دې وړاندې هم بېلابېل راپورونه خپاره شوي وو چې د عراق د حشدالشعبي ځواکونو، د پاکستان د زینبیون ډلې او د افغانستان د فاطمیون لېوا غړي د ایران د اعتراض کوونکو د خونړي ځپلو په بهیر کې ښکېل دي.

د ټرمپ پر پاڼه یوه وړاندوینه:هغه به د خپلې دورې له پای مخکې «ازاد ایران» ته سفر وکړي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپلې ټولنیزې شبکې تروث سوشال له لارې د امریکا د سیاسي شنونکي مارک تیسن یوه وینا شریکه کړې ده.

مارک تیسن دا څرګندونې د فاکس‌نیوز له شبکې سره په یوه مرکه کې کړې دي.

تیسن ویلي دي: «زه وړاندوینه کوم چې ټرمپ به د خپلې دندې له پرېښودو مخکې، یو ازاد ایران، یو ازاد هاوانا او یو ازاد کاراکاس ته سفر وکړي.»

دا څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې ټرمپ تل د ایران، کیوبا او وینزویلا پر حکومتونو سختې نیوکې کړې دي او د دغو هېوادونو د سیاسي بدلون ملاتړ یې کړی دی.

اسرائیلي رسنۍ:تل‌ابیب له واشنګټنه د ایران پر ضد د پراخې جګړې تیاری غواړي

0

د اسرائیل دولتي چینل «کان» راپور ورکړی چې تل‌ابیب د محدودو بریدونو پر ځای غواړي امریکا د ایران پر ضد د یوې اوږدمهالې او پراخې پوځي جګړې لپاره چمتووالی ونیسي.

د راپور له مخې، اسرائیلي چارواکي باور لري چې ډونالډ ټرمپ لا هم د پوځي اقدام انتخاب له پامه نه دی غورځولی، خو وروستۍ پرېکړه به د تهران سره د خبرو او د احتمالي عملیاتو له موخو سره تړلې وي.

اسرائیلي پوځي چارواکي وایي که هدف د ایران د نظام بشپړه ړنګونه وي، نو د سیمې اوسنی امریکايي پوځي حضور بسنه نه کوي.

هم‌مهاله، امریکايي او بهرنیو سرچینو تایید کړې چې د برید احتمال لا هم پر مېز دی.

د تاجکستان د ملي امنیت کمیټه:د افغانستان له خاورې تاجکستان ته را اوښتونکي څلور وسله وال مو ووژل

د تاجیکستان د ملي امنیت کمېټې اعلان کړی چې څلور وسله‌وال، چې د یوې ترهګرې ډلې سره تړاو لري، د افغانستان له خاورې د دې هېواد پولې ته د اوښتو پر مهال د تاجیکي ځواکونو له‌خوا وژل شوي دي.

چارواکي وایي دغه کسان د بدخشان د واخان ولسوالۍ له لارې تاجیکستان ته داخل شوي او د شمس‌الدین شاهین ولسوالۍ په سیمه کې د پوله ساتو ځواکونو له‌خوا پېژندل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې، وسله‌والو د تسلیمېدو غوښتنې ته پام ونه کړ او پر امنیتي ځواکونو یې ډزې وکړې.

له وژل شویو کسانو څخه درې کلاشینکوف وسلې، مهمات او مخابراتي وسایل ترلاسه شوي دي.

تاجیکستان وایي وضعیت د سرحدي ځواکونو تر بشپړ کنټرول لاندې دی؛ خو د پېښې په اړه د طالبانو حکومت تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

مسعود پزشکیان:د ایران د مشر علي خامنه‌یي پر ضد هر ډول اقدام له ملت سره د بشپړې جګړې مانا لري

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي چې د هېواد د ستر رهبر علي‌ خامنه‌یي پر ضد هر ډول تعرض د ایران له ملت سره د بشپړې جګړې مانا لري.

هغه پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، که د ایران د خلکو په ژوند کې ستونزې او تنګسې شته، د هغو له اصلي لاملونو څخه د امریکا د حکومت او د هغه د متحدینو اوږدمهاله دښمني او غیرانساني بندیزونه دي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د علي خامنه‌يي د واکمنۍ د پای ته رسولو غوښتنه کړې وه او ویلي یې وو چې اوس وخت راغلی چې ایران د نوي مشرتابه په لټه کې شي.

د طالبانو حکومت؛د پوځ لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت دوحې ته ولاړ

د طالبانو حکومت د پوځ لوی درستیز فصیح‌الدین فطرت د نن دیکشنبې په ورځ په رسمي سفر دوحې ته ولاړ.

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت وایي، هغه د دوحې د نړیوال سمندري او دفاعي نندارتون او کنفرانس کې د ګډون لپاره قطر ته تللی دی.

دا په داسې حال کې ده چې قطر د طالبانو له حکومت سره سیاسي اړیکې لري او د دې حکومت سیاسي دفتر هم له کلونو راهیسې په دوحه کې فعال دی.

د ګرینلینډ معامله: د متحدینو ازموینه که د اتحاد کړکیچ؟

ارمان افغان، حماسه میډیا

د اروپا یو شمېر مهمو هېوادونو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه ګواښ سخت غندلی چې ویلي یې دي، که د ګرینلنډ د پېرلو په اړه موافقه ونه شي، نو پر اروپايي متحدینو به تعرفې ولګوي.

په ګډه اعلامیه کې، چې د ډنمارک، فنلنډ، فرانسې، جرمني، هالنډ، ناروې، سویډن او بریتانیا له‌خوا خپره شوې، ویل شوي چې دا ډول تعرفوي فشارونه د اتلانټیک دواړو غاړو اړیکې کمزورې کوي او نړۍ د یوه خطرناک نزولي بهیر پر لور بیايي.

یادو هېوادونو ټینګار کړی چې د حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی د هر ډول خبرو اساسي اصل دی.

د راپورونو له مخې، ولسمشر ټرمپ ګواښ کړی چې د فبرورۍ له دویمې به پر دغو هېوادونو ۱۰ سلنه تعرفې ولګوي، او که موافقه رامنځته نه شي، نو دا کچه به د جون تر لومړۍ پورې ۲۵ سلنې ته لوړه شي.

اروپايي مشران، د اروپايي کمېسیون مشره اورسولا فن‌درلاین، د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون، د سویډن صدراعظم اولف کریسترسن او د بریتانیا لومړی وزیر کیر سټارمر، دا دریځ غندلی او ویلي یې دي چې متحد هېوادونه نه شي «باج اخیستل کېدای».

په همدې حال کې، د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مسؤلې کایا کالاس ویلي، دا ډول شخړې روسیې او چین ته د ګټې زمینه برابروي او د ناټو یووالی زیانمنوي.

هغې ټینګار کړی چې که د ګرینلنډ امنیت اندېښنه وي، نو دا موضوع باید د ناټو په چوکاټ کې حل شي، نه د اقتصادي ګواښونو له لارې.

همدا رنګه د ګرینلنډ چارواکو یو ځل بیا روښانه کړې چې دا سیمه «د پلور لپاره نه ده» او د امریکا تر واک لاندې کېدل نه مني.

د ټرمپ دا دریځ په داسې حال کې دی چې ګرینلنډ د طبیعي زیرمو له پلوه بډایه سیمه بلل کېږي او د امریکا له نظره د «ملي امنیت» ځانګړی ارزښت لري، خو اروپايي متحدین خبرداری ورکوي چې د فشار سیاست به د لوېدیځ یووالی کمزوری او نړیوال ثبات ته زیان ورسوي.

نټ‌بلاکس:په ایران کې د ۲۳۸ ساعته انټرنټ بندیز وروسته حکومت محدود او فلټر شوی لاسرسی بېرته فعال کړی

0

د نړیوال انټرنټ د څار بنسټ NetBlocks په خپل تازه راپور کې ویلي، چې په ایران کې د عام انټرنټ خدمتونه لا هم د بندیز تر سخت اغېز لاندې دي او دا وضعیت تر اوسه د ۲۳۸ ساعتونو لپاره دوام لري.

خو د نټ‌بلاکس د ترافیکي معلوماتو له مخې، په عین حال کې د ځینو انلاین خدمتونو کارونه یو ځل بیا تر سترګو کېږي.

دغه بنسټ وايي چې د ګوګل په ګډون یو شمېر نړیوالو پلېټفارمونو ته محدود او سخت فلټر شوی لاسرسی بېرته فعال شوی، چې دا موضوع د کاروونکو له راپورونو سره هم سمون لري.

راپور زیاتوي چې دا بېرته‌راګرځېدلی لاسرسی بشپړ نه دی، بلکې د حکومت تر سخت کنټرول لاندې دی، او ښيي چې چارواکو د انټرنټ عمومي بندیز پر ځای د انتخابي او فلټر شوي انټرنټ تګلاره غوره کړې ده.

سراج‌الدین حقاني؛د هرات له ۹ کلن نابغه ماشوم سره لېدلي او هغه یې ستایلی

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د هرات له ۹ کلن ماشوم محمد امیري سره لیدلي او هغه یې نادر استعداد بللی.

سراج الدین حقاني محمد امیري سره د زده‌کړو او مالي ملاتړ ژمنه کړې.

ښاغلي حقاني یاد ماشوم ته نغدې پیسې او لپ‌ټاپ ډالۍ کړی.

د یادونې ده چې محمد امیري په نهه کلنۍ کې په ۹ ژبو روانې خبرې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې لا هم په افغانستان کې د شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کړې منع دي او میلیونونه نجونې له تعلیم څخه بې‌برخې پاتې دي.

اسماعیل بقایي:نه پوهېږو چې ایران کې د ۸۰۰ کسانو د اعدام دروغ معلومات څوک لوېدیځو هېوادونو ته ورکوي

0

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وایي، هغه خبرې چې په ایران کې د ۸۰۰ کسانو د اعدام احتمال یادوي، غیرمسوولانه او له حقیقته لرې دي.

هغه ویلي، چې معلومه نه ده دا ناسم معلومات څوک لوېدیځو هېوادونو ته لېږي.

تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې په ایران کې وژنې او اعدامونه درول شوي او هغه ۸۰۰ پلان شوي اعدامونه هم بند شوي دي.

اسماعیل بقایي همداراز د ایران پر ضد د پوځي اقدام د ګواښ په اړه ویلي: «موږ دومره پیاوړي او باارادې یو چې د هر یرغلګر لاس به ماتوو.»