په هالنډ کې د زوترمیر ښاروالۍ شورا غړې څانګه صدیقي، د پاکستان د «سویلي اسیا ستراتیژیک ثبات» انسټیټیوټ مشرې، ماریا سلطان، هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی چې د افغانستان د راتلونکي جغرافیایي وضعیت په اړه یې د تجزیې څرګندونې کړي.
څانګه صدیقي ویلي، اسلاماباد باید د افغانستان د تجزیې په اړه د اټکلونو پر ځای د خیبر پښتونخوا او بلوچستان خراب امنیتي او سیاسي وضعیت ته متوجه شي.
صدیقي په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې یاد دوه ایالتونه له اوږدې مودې راهیسې له ناامنۍ، سیاسي کړکېچ او بېثباتۍ سره مخ دي او امکان شته چې په راتلونکې کې د بنګله دېش په څېر د بېلتون غوښتنې له جدي وضعیت سره مخامخ شي.

